امریکا او اروپایان د نړیوالې ایټمي موافقې په ځاي بله هیڅ موافقه نه لري
(last modified Tue, 27 Dec 2022 01:53:31 GMT )
Dec 27, 2022 06:23 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپایان د نړیوالې ایټمي موافقې په ځاي بله هیڅ موافقه نه لري

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د  اسلامی جمهوریت دخارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پشمول  اړونده چارواکو یو ځل بیا  ټينګار کړی، چې ایران د نړیوالې ایټمی موافقې   د خبرواترو  د نهائي مرحلې پاي ته رسولو ته تیار دی ،البته پخپلو مسلمو حقوقو هیڅکله هم سازباز نه کوي  او له خپل اساسی حقه هیڅکله هم نه تیریږي.

په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې سفیر او ددغه  هیواد دایټمی مرکچي ټيم مشر  ددې خبرې په کولوسر ه  چې  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په ځاي بله هیڅ  غوره ټاکنه نشته ووئیل،  البته معلومه نه ده چې جرمني،انګلستان او فرانسه هم  له دغې مقولې سره  ولې دومره  ناخوښ شوي.

 میخائیل اولیانوف پرون د ایران د اسلامی جمهوریت او د نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د اروپائي ټرائيکا  په دوګوڼي  کړچار سختې نیوکې وکړې  او پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ئې ولیکل، داروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست مسئول جوزف بورل ټينګار کړی دی چې  جامعه نړیواله موافقه  بل هیڅ متبادل نه لری او له دغې  موافقې سره  مخالفت نشي کولی. هغه ووئيل، البته پوښتنه دلته ده چې آیا فرانسه جرمني او بریتانیا  د ویانا په خبرواترو کې د ګډون کونکو لورو په توګه  د ښاغلی بورل له دغې لیدتوګې سره هم موافق دي؟،هیڅ معلومه نه ده ،دوي ټولو چپتیا غوره کړې ده.

ټیګونه