د امریکا پخواني ولسمشر ریپبلیکن ګوند ته خبرداری ورکړ
(last modified Sun, 01 Jan 2023 01:09:32 GMT )
Jan 01, 2023 05:39 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني ولسمشر ریپبلیکن ګوند ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوې مجلې وویل پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ګواښ کړی که چیرې د ريپبلیکن ګوند غړي د ده ملاتړ ونکړي نو دې به دریم سیاسي ګوند جوړ کړي.

د امریکا هافینګټن پوسټ مجلې په یوه راپور کښې وویل پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که چیرې ريپبلیکن ګوند د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ده  د کاندید کیدا ملاتړ ونکړي نو دې به دریم سیاسي ګوند جوړ کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې مخکې د دوه زره یویشتم میلادي کال په بلوا باندې د غور کولو لپاره  د امریکا د ولسي جرګې کانګرس منتخبې کمیټۍ په خپل فاینل راپور کښې پخوانی ولسمشر ټرامپ په څو اړخیزه دسیسې کښې په لاس لرلو تورن کړ او له کانګرس څخه یې غوښتي چې د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د هغه د کاندید کیدا مخه ونیسي.

د امریکا د دوه زره شلم میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې له اعلانه وروسته پخواني ولسمشر ټرمپ د خپلو سرزرو پلویانو په لسمولو سره هغوې په ولسي جرګې کانګرس باندې حملې ته وروبلل چې د دغه سیاسي بلوا له کبله شپږ کسان وژل شوي هم وو.

 

ټیګونه