د اماراتو په الوتکه کې یوې میرمنې زیږون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126674-د_اماراتو_په_الوتکه_کې_یوې_میرمنې_زیږون_وکړ
د اماراتو په الوتکه کې یوې میرمنې زیږون وکړ
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 23, 2023 08:41 Asia/Kabul
  • د اماراتو په الوتکه کې یوې میرمنې زیږون وکړ

د اماراتو په الوتکه کې یوې میرمنې زیږون وکړ

د اماراتو EK319 ډوله الوتکه چې د جاپان پلازمینې توکیو څخه دوبۍ ته روانه وه، د ځمکې څخه په 35 زره لوړوالي کې یوې میرمنې زیږون وکړ.

یاد هوایي شرکت وایي، کله چې د میرمنې وضعیت خرابه شو، د الوتکې کارمندانو ورسره پوره مرسته وکړه او دا مهال د مور او ماشوم دواړو وضعیت د ډاډ وړ دی.

په 2020 م کال کې د مۍ په شپږمه هم له دوبۍ څخه لاګوس ته د الوتنې پر مهال یوې بلې میرمنې هم زیږون کړی وو، همدا راز په 2017 م کال هم یوې میرمنې چې له دوبۍ څخه پاریس ته تله، هم زیږون کړی وو.