د ملګرو ملتونو سرمنشي:
نړۍ د یوې لویې جګړې په لور روانه ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چي د روسیې او اوکراین تر مینځ د جګړې پراخیدا نړۍ د یوې پراخي جګړې په لور بیایي.
د اوکراین د جنګ له پیله لوېدیځو هیوادونو او په ځانګړې توګه امریکا د لسګونو میلیارد ډالر په ارزښت ډول ډول وسلې اوکراین ته استولي دي او لاهم دغه بهیر دوام لري.
په دې وروستیو کې لوېدیځو هیوادونو اوکراین ته د پرمختللې ټانګانو د استولو خبر ورکړئ او د امریکایي اف ۱۶ جنګي جیټانو د لېږدولو په سر لاهم بحث روان دی.
روسیې خبرداری ورکړې چي د امریکا او اروپا له لورې استول شوې وسلې د اکراین د جګړې د دوام او سختېدا لامل ګرځي او نه اټکل شوې پایلې لرلایشي.
د ایرنا له راپور سره سم، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تېره ورځ وویل: روان میلادي کال مو په بې مخینې ننګونو سره پیل کړي او د سولې تمه ورځ تر بلې په کمېدو او د جګړې، وژلې او ورانی احتمال په زیاتېدو دی. هغه خبرداری ورکړ چي که حالات همداشان دوام وموندي نو نړۍ به د یوط پراخې جګړې په لور ودرومي.