د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د جنګ احتمال شته
(last modified Thu, 09 Feb 2023 08:23:52 GMT )
Feb 09, 2023 12:53 Asia/Kabul
  • د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د جنګ احتمال شته

زمونږ خبریال راپور راکړی د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ارارات میرزویان د اذربایجان جمهوریت او د خپل هیواد ترمینځ د جنګ د بیا پیلیدا احتمال ورکړ.

د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت عسکرو په دوه زره شلم میلادي کال کښې تر څلورڅلویښتو ورځو پورې جنګ وکړ او دغه جنګ د روسیې په مینځګړیتوب او د اوربند د موافقې په لاسلیک  کیدا سره پاې ته ورسید.

خو اوس هم د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې تاوتریخوالی شته.

ارمنستان د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا راهسې تراوسه څو ځله اذربایجان جمهوریت د اوربند په خلاف ورزیو تورن کړی دی.

اذربایجان جمهوریت د تیر میلادي کال د دسمبر دمیاشتې په دولسمه نیټه د لاچین کوریډور په نوم د ارمنستان غرنۍ سیمه قره باغ ونیوه او په دغه اقدام سره تاوتریخوالي له مخکې څخه زیات شو.

د ارمنستان خارجه وزیر ارارات میرزویان په دې زمینه کښې له اذربایجان جمهوریت سره د جنګ د خطر احتمال ورکړ.

هغه وویل د سیمې حالات اوس هم ګډوډ دي او د جنګ د بیا پیلیدا احتمال جدي دی.