په امریکا کې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی
د امریکا نیویارک ایالت پولیسو اعلان کړی چې د دغه ښار ټایمز ډګر ته څېرمه د ډزو له امله یو ځوان وژل شوی دی.
زموږ د خبریال د راپور له مخې، د امریکا د نیویارک ایالت پولیسو اعلان وکړ چې دا ډزې د پنجشنبې په ماښام د دې ښار د ټایمز ډګر ته نږدې شوې دي.
د پولیسو په وینا، دغه ۲۲ کلن سړی د منهاټن ښار د اتمې او ۴۴مې کوڅې په څلورلارې کې د یوه رستورانت مخې ته د یوې مرمۍ په وسیله په سینه ټپي شوی وو.
د نيويارک پوليس وايي، ټپي کس روغتون ته وړل شوی وو، خو د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه. تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي او پلټنې روانې دي.
د عیني شاهدانو په وینا، دوو کسانو پر دغه ځوان ډزې وکړې او وتښتېدل.
ټایمز ډګر په کال کې 50 میلیونه لیدونکي لري او د نیویارک ښار یو له مهمو سیاحتي مرکزونو څخه دی او د سپټمبر له لومړۍ نیټې راهیسې د ښار په دې برخه کې د وسلو سره د خلکو پر تګ راتګ بندیز اعلان شوی وو.