د امریکا په مشیګان ایالت کې ډزې رامنځته شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127966-د_امریکا_په_مشیګان_ایالت_کې_ډزې_رامنځته_شوي_دي
د امریکا مشیګان ایالت په پوهنتون کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.
(last modified 2023-02-14T05:59:38+00:00 )
Feb 14, 2023 09:51 Asia/Kabul
  • د امریکا په مشیګان ایالت کې ډزې رامنځته شوي دي

د امریکا مشیګان ایالت په پوهنتون کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، د امریکا میشیګان ایالت په پوهنتون کې د سه شنبې په ورځ د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او څو نور هم ټپیان شوي دي.

د میشیګان پوهنتون د ویاندې ایملي ګورانت په خبره، ډزې د پوهنتون په چاپېریال کې د ایسټ لانسینګ(East Lansing) په ښار کې رامنځته شوي دي.

د پوهنتون پولیسو په یوه ټوېیټ کې اعلان کړی چې ډزې په دوو ځایونو کې شوې، خو د نورو جزیاتو او د ټپیانو دقیق شمېر یې نه دی یاد کړی.

د دغه راپور له مخې، يو نقاب اغوستونکی سړى چې په دې ډزو کې شکمن و، تښتېدلى او ترڅار لاندې دی.

سروې ښیي چې په امریکا کې د وسلو کارولو له امله د مړینې شمېر په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.