د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د چین د سولې له پلان سره د لویدیځو هیوادونو مخالفت:-
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین د کړکیچ د حل او د جنګ د ختمولو لپاره د چین د پلان په ګټه ور کیدا کښې شک څرګند کړ.
جوبایډن د اوکراین د کړکیچ د حل او د جنګ د ختمیدا لپاره د چین پلان ته په غبرګون کښې وویل په اوکراین کښې د شخړې د حل لپاره د چین لخوا وړاندیز شوی پلان یوازې د روسیې په ګټه دی.
د امریکا ولسمشر بایډن له ای بي سي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل: د روسیې ولسمشر پوتین د دغه پلان لپاره چک چکې وهي.دغه پلان څه ګټه لري. ما په دغه پلان کښې داسی شی چې وښيي د هغه اجرا کولای شي له روسیې پرته د بل یوه لوري لپاره ګټه ولر ونه لید.
د چین له پلان سره د امریکا په ډاګه او سمدستي مخالفت د اوکرین د جنګ د دوام لپاره له هڅو د واشنګټن هدفونو او نیتونو ته په پام سره معنا پیدا کوي.
د جوبایډن د حکومت له نظره د ناټو په څنګ کښې د اوکراین په جنګ کښې د روسیې بریالیتوب به د دغه پوځي تړون د بې اعتباره کیدا او د روسیې د سیمه ییز او د نړیوال قدرت او د نفوذ د ډير پراختیا په معنا وي او په اروپا کښې به د لویدیځو هیوادونو په تاوان امنیتي ، سیاسي او پوځي معادلات بدل کړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هیواد لوړرتبه پوځي او امنیتي چارواکي باوري دي چې د اوکراین جنګ د روسیې پرضد د ډیر ضدیت او د هغې د کمزوري کولو لپاره بې ساری او د نه تکراریدا او په نهایت کښې د څو قطبي نظام په بشپړه ډول د رامینځته کولو د مخنیوي لپاره یو فرصت رامینځته کړی دی.
نو ځکه خو امریکا او اروپايي هیوادونو خپله کلکه اراده کړي ده چې په هره بیه چې وي د اوکراین په جنګ کښې د روسیې د بریالیتوب مخه ونیسي.
د روسیې له نظره د اوکراین د جنګ له دوام څخه د لویدیځو هیوادونو هدف د روسیې د ویشلو په نهايي هدف سره د ماسکو ډیر کمزوري کول دي.
په دې ډول چې په روان میلادي کال کښې نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمیدا تصور نشته بلکې له
کي یف سره د لویدیځو هیوادونو دپوځي او وسله والو مرستو دوام او زیاتیدا ته په پام سره هیله کیږي چې دغه جنګ نور هم پسې زیات شي.
په عین حال کښې د چین د سولې له پلان سره د امریکا مخالفت د دې ښودنه کوي چې په اساسي توګه واشنګټن د اوکراین د جنګ د ختمولو کوشش نه کوي.
دا په داسې حال کښې ده چې روسیې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د چین د پلان ملاتړ کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي مونږ چین ته ورته نظر لرو چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له چوکاټ څخه بهر د هر ډول محدودیت اعمالول غیرقانوني دي او هغه د اقتصادي جنګ او د نابرابرې سیالۍ لپاره یو اوزار ګڼل کیږي.
مهم ټکی د چین د سولې د پلان په هکله د اوکراین مبهم دریځ دی.
د اوکراین خارجه وزیر «دیمیترو کولبا» دغه پلان په زړه پورې بللی او ویلي یې دي هر ډول خارجي وړاندیز باید د ملګروملتونو د عمومي ټولنې له پریکړه لیک سره غږمله ووسي.
کولبا د چین د سولې وړاندیزي پلان ته په اشارې سره وویل داسې عناصر او اصول شته چې مونږ ورسره مخالف یوو، خو په دغه پلان کښې یو اصل شته چې ورسره مخالف یوو او هغه د روسیې پرضد د بایکاټونو لغو کیدل دي ځکه چې باوري یوو بایکاټونه یو مهم اوزار دی.
په دې ډول اوکراین هم له امریکا سره غږمله د سولې له هر هغه پلان سره چې د روسیې پرضد د بایکاټونو د لغو کیدا په شمول د ماسکو پرضد د دباونو د کمیدا تضمینونکی ووسي سخت مخالفت کوي.
په حقیقت کښې د لویدیځو هیوادونو د مشرانو له نظره ټاکل شوي نه ده چې د اوکراین د جنګ په ختمیدا سره د ماسکو پرضد بایکاټونه کم شي او یا دغه جنګ هیر کړې شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په تیرې جمعې ورځ په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو د پیلیدا د کلیزې په مناسبت د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره خپل دولس ماده يیز پلان خپور کړ.
د سولې دغه پلان د چین د خارجه وزارت په اینټرنیټ پاڼې باندې خپور شوی دی.
چین د سولې په دغه پلان کښې د ماسکو او د کي یف تر مینځ د سولې د خبرو اترو په پیلیدا ، د اوربند په ټینګیدا ،د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو په ختمیدا، د اټومي تاسیساتو د امنیت د تضمین لپاره د تدبیرونو په غوره کیدا ، د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د بشردوستانه لارو په رامینځته کولو او د غلو د صادراتو د تضمین په لړ کښې د ګامونو په ترسره کیدا ټینګار کړی دی.
د چین د سولې پلان دغه راز د ټولو هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا ، خپلواکۍ او د واکمنۍ د اغیزشیندونکي تضمین په هکله په دریځونو ټینګار کړی دی او د ساړه جنګ د ذهنیت د ختمیدا غوښتنه یې کړي ده.
د چین حکومت تراوسه په رسمي او ښکاره ډول په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو دفاع کړي ده او هغه یې غندلي هم نه دي.
چین تل د اوکراین د جنګ په وړاندې په بې پلویتوب ټینګار کړی خو په عین حال کښې یې ویلي دي چې له روسیې سره به د چین اړیکې هیڅ محدودیت ونلري.
چین دغه راز اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو لخوا د وسلو په استولو نیوکه کړي ده او هغه یې د جنګ د نور زیاتول بللی دی.
په عین حال کښې د چین د سولې د پلان په زمینه کښې د اوکراین او د امریکا منفي دریځونو ته په پام سره کم احتمال شته چې پیکینګ وکولای شي د سولې دغه پلان مخ ته بوځي.