امریکاد چین،پاکستان او روسیې په لسګونو شرکتونه په تور لیسټ کې ورزیات کړل
(last modified Fri, 03 Mar 2023 08:59:21 GMT )
Mar 03, 2023 13:29 Asia/Kabul
  • امریکاد چین،پاکستان او روسیې په لسګونو شرکتونه په تور لیسټ کې ورزیات کړل

له واشنګټن ډی سي څخه خبرو سرچینو راپور ورکړی، د امریکا دتجارتي چارو وزارت د نورو ۳۷بهرنیو شرکتونو دنامو په زیاتولو سره  خپل تور لیسټ اپډیټ کړ.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د امریکا تجارتي چارو وزارت د چین،روسیبې، پاکستان،سپینې روسیې،میانمار او څو نورو هیوادونو د ۳۷شرکتونو نامې دخپل تجارت په تور لیسټ کې ورزیات کړل.

په راپور کې وئيل شوي دي،امریکا د خپل  ملی امنیت او ملی ګټو د ساتنې په پلمه   دنړۍ له نورو هیوادونو سره د امریکا دبندیزي جنګ له سختیدا سره په یووخت خپل تور لیسټ ته د مختلفو هیوادونو د ۳۷شرکتونو نامې ورزیاتې کړي دي.

له واشنګټن ډی سي څخه خبرو سرچینو راپور ورکړی، د امریکا دتجارتي چارو وزارت د نورو ۳۷بهرنیو شرکتونو دنامو په زیاتولو سره  خپل تور لیسټ اپډیټ کړ.

په راپور کې دا هم وئیل شوي دي ، د امریکا تجارتی چارو وزارت پخپل یوه نوي اقدام کې دغه لیسټ ته  نور د چین ۲۸شرکتونه، د پاکستان څلور، د میانمار درې ،دروسیې ، سپينې روسیې او تایوان یو یو شرکت دغه تور لیسټ ته ورزیات کړي دي.ددغه اقدام په توجیه کې راغلي دي ، دغو شرکتونو د ایالات متحده دبهرني سیاست  یا ملی ګټو سره په تضاد کې په فعالیتونو کې ګډون  لري.

 

ټیګونه