د په تایوان د وسلو د خرڅولو په باب امریکا ته د چین خبرداری
د چین خارجه وزارت د تایوان ټاپو په وسلو سنبالولو په باب امریکا ته سخت خبرداری ورکړ.
دغه خبرداری له دې وروسته صادر شوی چې د امریکا دفاع وزارت د شپږ سوه نولس میلیون ډالرو په ارزښت په تایوان ټاپو دایف شپاړس ډول جنګي الوتکو او له دوي سره داړونده تجهیزاتو د خرڅولو د تصویبیدا خبر ورکړ.
د چین خارجه وزارت سملاسي په یوې اعلامیې کې د امریکا دغې فیصلې ته غبرګون وښود او اعلان ئې وکړبایدپه تایون له هر ډول وسلو خرڅلاؤ څخه ډډه وشي.د بیجینګ دغه جوت او روښانه دریځ ښئ چې دچین حکومت له خپل ټاټوبي سره د اړونده مسئلو په باب هیڅکله هم کومې ټوکې نه کوي او د امریکا هرډول دریځ او فیصلې ته چې د خپل ملي حاکمیّت په تاوان ئې وویني، غبرګون ښئ.
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا له خ وا د یوه وحدا چین له پيژندنې سره سره دغه هیواد د تایوان ټاپو د خپلواکي غوښتنې او پوځي قدرت د پیاوړي کولو سیاست تعقیبوي.
د نړیوالو چارو یو کارپوه ژانګ تنګ جون په دې باب وائي،داسې بریښي چې امریکا د تایوان په باب د چین خبرداري جدي نه ګڼي.داپه داسې حال کې دي چې چین په کرتو امریکا،د چین په داخلی چارو کې چې تایوان ئې هم یوه برخه ده،له هرډول لاسوهنې منع کړې ده،خو امریکا په تایوان د پرمختللو وسلو او پوځي سازوسامان د خرڅولو لپاره په هڅې سره د چین د سټراټژیک صبر د آزمویلو تکل کوي.
امریکا په یونان باندې د پرمختللو وسلو او پوځي سازوسامان په دوامدارو ډول په خرڅولو سره څو موخې تعقیبوي، لومړی دا چې تایوان ته د وسلو د اخستو د بازار په توګه ګوري چې د امریکا د پوځي صنائعو لپاره مهم دی ، دوهم دچین د تایوان په موضوع کې له دوي سره ښکیلولو او له چینلنج سره په مخامخولو پسې ده او دامریکا دریم هدف چې زیاتره د اوکراین له بحران وروسته پورې خودنمائي کوي،د اوکراین په وړاندې د روسیې په څير غبرګون ته دچین مجبورول دي.
دا په دې معنا ده چې امریکاد تایوان په باب هم د اوکراین د بحران په شان یوې شخړې په جوړولو پسې ده. داپه داسې حال کې دي چې چین د سټراټژيک صبر په غوره کولو سره تل د امریکا لمسؤنکي سیاستونه شنډ کړي دي.
د نړیوالو چارو یوبل کارپوه او شناندی هنری کسینجر هم په دې باب وائي، امریکا باید د چین خبرداری او احتمالا غبرګونونه کمزوري ونه ګڼي . یو داسې غبرګون چې نتیجې به ئې هیڅکله هم د درک او ارزونې وړ نه وي. پر دې اساس امریکا باید په تیره بیا د تایوان په باب د له اندازې زیات د چین د لمسَونې سیاستونو ته دوام ورنکړي. ځکه امریکاد تایوان په وړاندې د چین د حساسیّتونو په باب ښه خبره ده او پوهیږي ،چې چین په دې باب ټوکې نه کوي.
په هرحال، امریکاپه تایوان باندې د پرمختللو پوځي سازوسامان دخرڅولو په تصویبولو سره ښئ چې د چین د لمسوَّنې سیاست په جدیّت سره تعقیبوي. دا په داسې حال کې دي چې تایوان ټاپو مشران هم په دې ښه پوهیږي، د هرډول جنګ د رامینځةکیدا په بڼه کې چین د تایوان دسملاسي نیولو لپاره له لازم قدرته برخمن دی اوا له امریکا د ډيرو پوځي سازوسامان اخستل ددغه ټاپو امنیت تضمینونکي نه دي. په همدې دلیل بیجینګ په کرتو دامریکا په مځکې کې د لوبې د پائيلو په باب تایوان ته خبرداری ورکړی دی. ځکه چې چین تایوان ټاپو د ځپل ټاټوبي یوه برخه ګڼي او د امریکا خوځښتونه او په تایوان د وسلو پلورل د چین د حاکمیّت خلاف ورزي او د؛واحد چین؛ له سیاست سره په توپیر کې ګڼي .