ناټو د ترهګرو ډلو په پیاوړي کولو کښې رول لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129100-ناټو_د_ترهګرو_ډلو_په_پیاوړي_کولو_کښې_رول_لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مالي هیواد د باندنیو چارو وزیر عبدالله دیوب په خپل هیواد کښې د ترهګرو په پیاوړي کولو کښې د ناټو تړون له رول څخه پرده پورته کړه.
(last modified 2023-03-07T07:11:23+00:00 )
Mar 07, 2023 11:34 Asia/Kabul
  • ناټو د ترهګرو ډلو په پیاوړي کولو کښې رول لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مالي هیواد د باندنیو چارو وزیر عبدالله دیوب په خپل هیواد کښې د ترهګرو په پیاوړي کولو کښې د ناټو تړون له رول څخه پرده پورته کړه.

هغه وویل په لیبیا کښې د ناټو تړون لاسوهنه او له ځینو ټروریسټي ډلو ملاتړ په مالي هیواد او  په ټولو افریقايي هیوادونو کښې د ترهګرۍ له دودیدا او پراخیدا سره  مرسته کړي ده.

د مالي هیواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالله دیوب وویل د ترهګرۍ له کبله بې ثباتۍ نوره په شمالي مالي پورې محدوده نه ده بلکې د دغه هیواد ټولو سیمو ته غځیدلي ده او له سرحدونو وراوښتي ده او د ګینه تر خلیج پورې ګاونډیو هیوادونو ته رسیدلي ده.

د افریقا دغه ډیپلوماټ له مالي هیواده د فرانسې د عسکرو وتلو او د خپل هیواد په چارو کښې د پاریس لاسوهنې ته په اشارې سره وویل په مالي هیواد کښې د فرانسې د عسکرو له لس کاله دیره کیدا وروسته معلومه شوه چې ترهګرۍ نه ده کنټرول شوي.

د مالي هیواد خارجه وزیر عبدالله دیوب په دې خبرې باندې ټینګار سره چې روسیه د یوه سټراټيژیک شریک په توګه  د داعش او د القاعده په شان له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کښې له دغه هیواد سره د مرستې توان لري وویل اوس وخت رارسیدلی دی فرانسه او د هغې شریکان باید پوه شي چې د افریقا هیوادونه کولای شي د خپلو هیوادونو د چارو د مدیریت په ترڅ کښې د خپلو ملتونو د ګټو په لړ کښې د شرکاو د انتخابولو قدرت ولري.

افریقايي هیوادونه له نړیوالو بدلونونو سره یوځاې د سواد او د پوهې د سویې په زیاتیدا او د مشرانو نوي نسل واک ته په رسیدا سره نور د لویدیځو هیوادونو سلطې منلو او د هغوې د سیاستونو پیروۍ ته حاضر نه دي.