چین له درې کلن ځنډ وروسته بهرنیو سیلانیانو لپاره د ویزې ورکړه اعلان کړه
د کرونا ویروس له ختمېدو وروسته چین هېواد اعلان کړی چې د بهرنیو سیلانیانو پرمخ یې دروازې پرانیستلي او کولای شي، دې هېواد ته د سفر په موخه ویزې واخلي.

د چين حکومت د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۲۰مې نيټې څخه بهرنيو سيلانيانو ته د ويزو ورکول بند کړي وو، چې له امله یې د دغه هېواد په اقتصاد هم منفي اغیزه کړې وه، خو تازه یې د مارچ له ۲۸مې بیا ځل سیلانیانو ته د ویزې ورکړه اعلان کړه.
یاد هېواد ته د هانکانګ او مکاو سیلانیان له ویزې پرته تګ کولای شي.
ټاکل شوې په اروپا کې د چین سفارتونه هم ډېر ژر د ویزو د غوښتنلیکونو پروسس پیل کړي.