د اوکراین په هکله د چین پلان نړیوال نظرونه منعکسوي
(last modified Mon, 20 Mar 2023 05:58:26 GMT )
Mar 20, 2023 10:28 Asia/Kabul
  • د اوکراین په هکله د چین پلان نړیوال  نظرونه منعکسوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین ولسمشر شي جین پینګ روسیې ته د سفر په درشل کښې وویل: د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د پیکینګ وړاندیز شوی پلان د نړۍ د نظرونو انعکاس دی.

هغه د روسیې په حکومتي «روسیسکایا ګازټا »ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې وویل د اوکراین د کړکیچ د هواري لپاره د چین دولس ماده ئیز پلان د نړیوالو نظرونو انعکاس دی او د دغه کړکیچ پایلې له مینځه وړي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل پیچلي مشکلات ساده حل لارې نلري.

ټاکل شوي ده چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د مارچ د میاشتې له شلمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې چین ته سفر وکړي چې هلته له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د کړکیچ په شمول د نړیوالو او د دوه اړخیزه بدلونونو په هکله سلامشورې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د تیرې فرورۍ میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین کښې د سولې لپاره دولس ماده ئیز پلان مطرح کړ چې پکښې اوربند او د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاتونو ختمیدل شامل دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ماسکو ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر په درشل کښې د چین په «پیپلز» ورځپاڼې کښې د اوکراین د کړکیچ په هکله د چین لیدتوګي ته په اشارې سره ولیکل روسیه د اوکراین د بدلونونو په هکله د چین د انډوله دریځ او د دغو بدلونونو د تاریخي زمینو او د جرړو په هکله د پیکینګ د درک درنښت او هرکلی کوي.

دا په داسې حال کښې دي  چې د امریکا د ملي امنیت شورا د سټراټيژیکو ارتباطاتو غږملونکي جان کربي پرون وویل امریکا به روسیې ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ له سفر وروسته په اوکراین کښې د جنګ د بدلولو لپاره هر ډول غوښتنه د نه منلو وړ وبولي.

 

ټیګونه