چین د امریکا په ادعا وړ ډیموکراسۍ نیوکه وکړه
(last modified Wed, 22 Mar 2023 01:05:40 GMT )
Mar 22, 2023 05:35 Asia/Kabul
  • چین د امریکا په ادعا وړ ډیموکراسۍ نیوکه وکړه

الجزیرې ټيلي ويژن راپور ورکړ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکا په ادعا وړ ډیموکراسۍ نیوکه وکړه.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین پرون په امریکا باندې نیوکې سره وویل د واشنګټن اقدامات له نفاق سره یوځاې دي او امریکا له ډیموکراسۍ څخه د خپلو هدفونو د خدمت کولو او دغه راز د  نړۍ د ویشلو لپاره د یوه اوزار په توګه استفاده کوي.

هغه وویل د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کښې له ماسکو د پیکینګ په ملاتړ او دغه راز د نړیوالو شخړو په سوله ئیز ډول په حل کولو ټینګار وکړ.

وانګ ون بین وویل د چین  ولسمشر شي جین پینګ د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره یو وړاندیز مطرح کړی دی او مونږ له ټولو لورو سره په تماس کښې یوو.

په دغه وړاندیز کښې د اوربند ټینګیدل، د ساړه جنګ د نظریې څنګ ته کول او د سولې د خبرو اترو له سره پیلیدل شامل دي.

 

ټیګونه