امریکاله ټولو سرو کرښو او حدودو تیره شوې ده
روسیې خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې له امریکا د هرڅه تمه کیدلی شي،زیاته کړه،امریکایان هیڅ ډيپلوماټيک او اخلاقي اصولو ته پابنده نه دي.
د سورئې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف بیګا روسیا۲۴ټيلیویژني چینل سره به خصوصي مرکې کې ووئيل،امریکاد خپل باؤؤ داثبات لپاره له ټولو سرو کرښو یعني له ټولو ډيپلومايتکو او اخلاقي قواعدو او مقرراتو تیره شوې ده.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د روسیې خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې له امریکا د هرڅه تمه کیدلی شي،زیاته کړه،امریکایان هیڅ ډيپلوماټيک او اخلاقي اصولو ته پابنده نه دي.
لاؤروف په دوام کې په نړیوالو مناسباتو کې د چین مهم ځائيګي ته په اشارې سره ووئيل، بیجینګ د امریکا په ډيپلوماټيک دباؤ د غبرګون لپاره خپله خاصه روده غوره کړې ده.
د روسیې خارجه وزیر ووئيل،په دغې رودې او سټایل کې له هرډول بیړناک حرکت څخه ډډه کول او په ټولو پيښیدونکو شیانو کې ژور تحلیل او تجزیه او عزت شامل دی .
د روسیې د خارجه وزیر دغه څرګندونوې ماسکو ته د چین دو لسمشر شی جین پینګ دس فر له ختمیدا وروسته شوي دي.د چین ولسمشر په ماسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز د روسیې او اوکراین دجنګ د سوله ایز حل لپاره دبیجینګ د وړاندیزونو په باب خبرې اترې کړي دي.
امریکا وائي چې چین په جنګ کې بې پلوه مینځکړی نشي کیدلی او د چین وړاندیز ئې رد کړی دی، البته د اوکراین ولسمشر د روانې شخړې د حل لپاره له بیجینګ سره ملګرتیا ضروري بللې ده .