د امریکا او د چین ترمینځ د دوهم ساړه جنګ د رامینځته کیدا په اړه د کسینجر خبرداری:-
د امریکا او د چین ترمینځ د تاوتریخوالي په سختې فضا کښې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینري کسینجر له لومړي ساړه جنګ څخه په کراتو د دوهمې سړي جګړې د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ.
کسینجر په تیرې یکشنبې ورځ د اسپانیا له « مونډو»ورځپاڼې سره په مرکه کښې د امریکا او د چین ترمینځ د نوي سړې جګړې د پیلیدا احتمال ورکړ.
هغه وویل امریکا او چین د لومړۍ سړې جګړې د پړاو په اپوټه چې( د امریکا او د پخواني شوروي اتحاد ترمینځ د نولس سوه څلویښتمې میلادي کال لسیزې څخه تر نولس سوه نویمې میلادي لسیزې پورې روانه وه )همدا اوس ورته اقتصادي سرچینې لري.
د امریکا د باندنیو چارو پخواني وزیر هینري کسینجر ټينګار وکړ دغه دوه ستر اقتصادي قدرتونه چین او امریکا همدا اوس په دوو دښمنو سیالانو بدل شوي دي او دغه تمه باید ونلرو چې چین د لویدیځ په لور وڅرخي.
د امریکا او د چین ترمینځ د نوي ساړه جنګ د رامینځته کیدا په هکله د واشنګټن د یوه تر ټولو ستر او تر ټولو مهم سیاستوال او سټراټيژۍ جوړونکي په توګه د هینري کسینجر خبرداری د واشنګټن او د پیکینګ په اړیکو کښې د مخ په زیاتیدونکي دښمنۍ او د تاوتریخوالي د بهیر تائیدونکی دی کوم چې د چین پرخلاف د امریکا د اقداماتو او د کړچار په دلیل رامینځته شوي دي.
دغه مسله داسې چاره نه ده چې له هینري کسینجر څخه پټه پاتې وي.
هغه له دې مخکې هم د امریکا او د چین ترمینځ د شخړې د رامینځته کیدا د خطر په هکله خبرداری ورکړی و.
کسینجر باوري دی چې دغه شخړه د بشریت مخ ته په تر ټولو ستر چیلنج بدلیدلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینري کسینجر په دې خبرې باندې ټینګار سره چې چین او امریکا د نړۍ د تباه کولو قدرت لري ټینګار وکړ د دوې ترمینځ هر ډول پوځي جګړه به د نړۍ حالت د لومړي نړیوال جنګ څخه له وروسته حالت څخه نور پسې بدتره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا او د چین ترمینځ د نوي ساړه جنګ پیلیدل به د ټولې نړۍ لپاره یوه غمیزه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر کسینجر دغه دریځونه په داسې حال کښې بیانیږي چې د روسیې او د چین د ملګرتیا په هکله د اندیښنې په څنګ کښې د ټایوان جزیرې ، د بالون له لارې د جاسوسۍ کولو ، د ټیک ټاک اینټرنیټ پانې په هکله د چین او د امریکا ترمینځ تاوتریخوالي ډیر زیات شوي دي.
په حقیقت کښې ډیره موده کیږي چې امریکا په خپلو لوړو سندونو کښې چین د ځان او د لویدیځې نړۍ پرضد د تر ټولو مهم ګواښ په توګه معرفي کړی دی او د پیکینګ له پلانونو سره د مقابلې پرضرورت ټینګار کوي.
د امریکا دفاع وزیر لوئیډ جیمز اسټین(Lloyd James Austin) د تیر میلادي کال د اکتوبر میاشتې په پاې کښې په دفاع وزارت پینټاګان کښې د ملي دفاع د سټراټيژۍ د مخ کتنې په وخت وویل په اوکراین باندې د روسیې له برید سره سره چین هماغه راز د امریکا پرضد تر ټولو ستر ګواښ دی.
د امریکا د ملي دفاع په نوي سټراټيژۍ کښې ویل شوي دي چین هڅه کوي اینډو پاسیفیک سیمه او نړیوال نظام د خپلو قدرت غواړو ترجیحاتو او ګټو پراساس بدل کړي.
د دغه سټراټيژۍ په متن کښې هغه څه چې د ټایوان په هکله د چین دښمانه فعالیتونه بلل شوي دي بې ثباتۍ رامینځته کونکي او په سیمه کښې د سولې لپاره چیلنج بلل شوی دی.
د ولسمشر جوبایډن د حکومت لوړرتبه پوځي او امنیتي چارواکو په ځلونو چین د امریکا تر ټولو مهم جیو پولیټیک چیلنج اعلان کړی دی او د لیبرال نظام پراساس د نړیوال نظام د بدلولو لپاره د چین د ارادې د لرلو ادعا یې کړي ده.
له چین څخه د هیوادونو د ویرولو په هکله دغه انځور په نړۍ او سیمه ئیز ډګر کښې د چین او د امریکا ترمینځ زیاتیدونکي ټکر ته په پام سره د بیانولو وړ ده.
د چین په مقابل کښې د سیالۍ او په دوه اړخیزه اړیکو کښې د کړکیچ د ختمولو په هکله د ولسمشر جوبایډن د چارواکو له ادعاګانو سره سره هغه څه چې واک ته د جوبایډن له رسیدا وروسته د چین په مقابل کښې د امریکا له اقداماتو او دریځونو څخه معلومیږي له پیکینګ سره په اقتصادي ، تجارتي ، پوځي ، امنیتي او سیاسي ډګرونو او له سمندري ادعاګانو سره د مقابلې په ډګر کښې د هراړخیزه ټکر لپاره د واشنګټن هڅه ده.
په حقیقت امریکا له دغه خبرې ویریږي چې چین له روسیې سره یوځاې لیبرال نړیوال نظام چې لویدیځه نړۍ د هغه ابداع کونکي او د هغه د بقا ملاتړي ده له چیلنج سره مخ کړي او په نړیوال نظام باندې د لویدیځ د څو پیړۍ اقتدار داغي کړي.
د امریکا له نظره چې تل یې په نړیوال ډګر کښې د یواړخیزپالنې کړچار تعقیب کړی دی او د نورو هیوادونو د ګټو تر پښو لاندې کولو په بیه په خپلو ګټو او هدفونو پسې ده او دغه چاره د منلو وړ نه ده نو ځکه خو کوشش کوي چې نوي نړیوال لوبغاړي یعني چین او روسیه تر هغه حده چې توان یې لري محدود کړي او هغه کمزوري کړي.
د چین په هکله دغه کار په تجارتي جنګ او د چین د کنټرولولو لپاره د اسیا په ارام اوقیانوسیې کښې د بیلابیلو ائتلافونو په جوړولو او د روسیې په هکله د اوکراین د جنګ په دوام سره د ماسکو د وسونو او د پوځي او اقتصادي وړتیاو د کمزوري کولو لپاره په هڅې سره د ترسره کیدا په حال کښې دی.
سره له دې په نړیوالو بهیرونو باندې غور کول د ختیځو او د اوراسیايي قدرتونو د توان د ډير زیاتیدا او د امریکا د قدرت د زیاتیدونکي ځوړتیا ښودنه کوي.