د چین او ماسکو اړیکې د نړیوالې سولې او ثبات د پیاوړتیا عاملې وبللې
(last modified Mon, 27 Mar 2023 09:45:42 GMT )
Mar 27, 2023 14:15 Asia/Kabul
  • د چین او ماسکو اړیکې د نړیوالې سولې او ثبات د پیاوړتیا عاملې وبللې

 د چین خارجه وزیر ټينګار وکړ، د روسیې او چین اړیکې د بل هیڅ یوه هیواد لپاره ګواښ  نه دی.

د چین خارجه وزیر چین ګانګ د روسیې له یوه ټيلیویژنی چینل سره په مرکې کې ووئيل، د چین او روسیې اړیکې دنړۍ لپاره سوله او ثبات ډالۍ کوي.د چین خارجه وزیر زیاته کړه،مونږ خپلو متقابلو او دوو اړخیزو اړیکو ته د هغه ځواک په توګه ګورو چې په نړۍ کې د سولې او ثبات د رامینځةکیدا سبب کیږي.

 د چین خارجه وزیر ټينګار وکړ،د روسیې او چین اړیکې د بل هیڅ یوه هیواد لپاره ګواښ نه دی.هغه روښانه کړه،په ماسکو کې د دچین او روسیې د مشرانو دتیرې اونۍ د ناستې نتیجې ډير ښې او ګټه و ورې وې. دوي همداراز د دوو اړخیزو اړیکو ،په سیمې او درستې نړۍ کې د سولې اوثبات سره په اړونده مهمو موضوعګانو هم بحث او مشورې کړي دي.

 

ټیګونه