چین د امریکا په خلاف یو لړ بندیزونه ولګول
د چین حکومت امریکا ته د تایوان ټاپو داجرائي شورا دم شرې تساي اینګ ون دلمسؤنکي سفر او ددغه هیواد دکانګرس له مشر دلیدو کاتو په غبرګون کې پر دوو ا مریکائي اورګانونو بندیز ولګوؤ.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د چین خارجه وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې ووئيل، دغه هیواد د امریکا پر هاډسن موسیسې او د رونالډریکن د ولسمشرۍ دکتابتونو پر دوو وامریکائي اورګانونو ، یوه واحد چین د اصل دخلاف ورزۍ په دلیل بندیز لګولی دی.
د چین د خارجه وزارت د اعلامیې پّ اساس، دغو دواړو امریکائی اورګانونو ، د تساي اینګ ون دسفر لپاره او په امریکا کې د بیلتون غواړو فعالیتونو کې دګډون د زمینې او امکاناتو لپاره ا قدامات کړي دي او په دې توګه د واحد چین د سیاست داصل او د چین امریکا د مشترکه اعلامیې د درو مادو دخلاف ورزۍ په کولو سره ئې د چین حاکمیّت او مځکنۍ بشپړ تیا ته جدي تاوان رسولی دی.
بیجینګ همداراز په امریکا کې د تایوان سفیری هسائو بی کیم او دهغه کورنۍ هم دبندیز په لیسټ کې شامله کړې او د اصلی چین ټاټوبی هنګ کنګ ماکائو ته ئې د واریدیدا څخه منع کړي دي.
د تیرې چارشنبې ورځې په کیلیفورنیا ایالت کې د تایوان ټاپو داجرائي شورا له مشرېئ تساي اینګ ون سره د امریکا دکانګرس د مشر کوین مک کارتي لمسئونکي لیدو ک اتو په ځان پسې د چین سخت غبرګون درلودلی دی.د چین د خارجه وزارت ویندوي مائونینګ ددغې کتنې په محکومولو سره په دې مناسبت د بیجینګ په قدرت او کوټلي ځواب خبره کړې ده.