ترکیې کښې د ولسمشرۍ انتخابات نن پیل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې د ولسمشرۍ او د پارلماني انتخاباتو له پیلیدا سره په یووخت امنیتي تدبیرونه زیات شوي دي.
د ترکیې د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاو او د پارلمان د اتم پړاو انتخابات نن سهار اته بجې په ټول هیواد کښې پیل شوي او د مازیګر تر پینځو بجو پورې به دوام ولري او خلک به خپلې رایې وکاروي.
د ترکیې د انتخاباتو د لوړې ادارې مشر« احمد ینر» څو ورځې مخکې ویلي وو په انتخاباتو کښې د شرایطو د لرونکو کسانو شمیر څلورشپیته میلیونه او یولک دیارلس زره او نهه سوه یوڅلویښت کسانو ته رسیدلی دی او په دوې کښې څلور میلیونه او نهه لکه څلور زره او شپږسوه دوه اویا کسان د لومړي ځل لپاره په انتخاباتو کښې د ګډون کول حق لري.
د مملکت ګوند د کاندید محرم اینجه په څنګ ته کیدا سره د «جمهور» ائتلاف کاندید رجب طیب اردوغان او د ملت ائتلاف کاندید کلیلچدا اوغلو او د اتا ائتلاف کاندید سینا اوغان په نن ورځې انتخابات کښې له یوبل سره سیالۍ کوي..
د ترکیې څلرویشت سیاسي ګوندونه او یوسل یوپنځوس خپلواکه کاندیدان هم د پارلمان د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په نن ورځې انتخاباتو کښې ګډون کوي.
د ترکیې د انتخاباتو لوړه شورا به د ولسمشرۍ د انتخاباتو غیر رسمي نتیجې نن شپې دولس بجې اعلان کړي