ناټو د اوکراین جنګ د جنګي ظرفیتونو لپاره پیل کړی دی
May 26, 2023 00:30 Asia/Kabul
تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د فاع وزیر سرګي شویګو وویل ناټو تړون د اوکراین له جنګ څخه د اروپا په مرکز او ختیځ کښې د یوشمیر ډلو د رامینځته کولو او هلته د پوځي بیخ بنایانو د نوي کولو لپاره د یوې پلمې لپاره ناوړه استفاده کوي.
هغه وویل لویدیځ هیوادونه د اوکراین رژیم مرګ ژوبلو ته له پام کولو پرته په هیواد کښې د جنګ دوام ته مجبوروي او کي یف ته د جنګ په پلمه د څه د پاسه پینځه شپیته میلیاډرو ډالرو په ارزښت وسلې استوي.
سرګي شویګو وویل څه د پاسه دوه زره پینځه خارجي ګوډاګیان د اوکراین په جنګ کښې برخه اخلي او دغه چاره د دغه جنګ د زیاتیدا او د اوږدیدا سبب ګرځي.
امریکا او اروپايي هیوادونه اوس هم اوکراین ته وسلې او تجهیزات او دغه راز له ټولې دنیا څخه ترهګر استوي چې جنګ اوږد کړي او روسیه کمزوري کړي.
ټیګونه