د تهران او نړۍ ځینو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځیني بهرني مطبوعات ستاسو خدمت ته واړندې کوو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ اڼټرنیټي پاڼې کې ئې لیکلي دي د ایران اسلامی جمهوریت د فولادو په تولید کې د نړۍ اتم لمبر ته ورسید.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دترکمنستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربانقلی بردی محمدوف سره په کتنې کې وفرمائیل، ایران او ترکمنتستان سره خپلوان دي او ډير کلتوري مشترکات لري.
د امریکاغوره او نامتو نظریه وړاندې کونکی نوام چامسکي وائي،اروپا به د امریکا ترسلطې لاندې ځ وړتیا تجروبه کړي.
د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسی په یولړ څرګندونو کې ووئيل،دغه ادراک چې ګنی ایران باندې بندیزونه ديو څوک حاضر نه دي ،له مونږ سره ملګرتیا وکړي ،بالکل غلط دی .
د سورئې ځاي سرچینو د دغه هیواد د ختیځ دتیلو له څاګانو سره نزدې د امریکائي نیوکګرو پوځیانو په وسیله د هائيمارس ډوله توغندوي دفاعي سسټم د لګولو خبر ورکړ.
په نیواکي فلسطین کې د تاؤتریخوالو په دوام سره اوس مشخصه شوې ده چې په تیرو له شپږو میاشتو هم په کمې مودې کې د فلسطینیو مبارزانو په عملیاتو کې لږترلږه شل صهیونیسټان هلاک شوي دي او همداراز په لسګونو ن ور ټپیان شوي هم دي او له هرڅه زیات ، صهیونیسټي مشران ئې تر ډيره حده سربداله کړي دي او لار ترې ورکه شوې څو څه وکړي.
هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې ایشوا کړې ده چې آل سعود رژيم له اسرائيلو سره داړیکو د عادي کولو لپاره درندۀشرطونه وړاندې کړي دي ،لیرې ښکاري د اسرائيلو او عربستان ترمینځ کومه موافقه وشي.
د متحده عربی اماراتو خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې اعلان کړی دی چې امارات د امریکا په مشرۍ له سمندري آئيتلافه وتلی دی.
د چین حکومت پرون په یوې اعلامیې کې د چین د یوې جنګي الوتکې په وسیله د جنوبی چین د سمندر پر فضاپه هوائي حریم کې د امریکا د هوائي ځواک د یوې پيژندونکي الوتکې د یوې خطرنانکې مخه نیونې په باب د واشنګټن په شکایت غبرګون وښود او ددغه شان الوتونو د ختمیدا غوښته ئې وکړه.
داهم د تهران اطلاعات ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د قاهرې الاشرفق الاوسط ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې لیکلی دي،د مصر حکومت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،له تهران سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،د سورئې و لبنان په پولې د فلسطین د آزادۍ لپاره د ولسی جبهې په مرکز د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو او توغندوي حملې کې پنځه کسان شهیدان شوي دي .خبرو سرچینو راپور ورکړی، د قطر لومړي وزیر او د افغانستان د طالبانو د رهبر ترمینځ په پټو خبرواترو کې د نړیوالې ټولنې او د دغې ډلې دترمینځ دواکمنې فضا د آرامولوپه موخې سره دځينو فیصلو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، چې د قطر لومړي وزیر د طالبانو له رهبره غوښتي دي چې له نړیوالې ټولنې سره دې تاؤتریخوالي ختم کړي.
د امریکا غوره او نامتو نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي په یولړ څرګندونو کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیان چین به د نړۍ په رهبر بدل شي او که نه ، ووئيل، چین همدااوس هم د نړۍ رهبر دی،د میځني ختیځ د وسلو بازار ته دچین واریدیدا ښئ چې پر دغې سیمې واکمن نظام چې له اتیاؤ کلونو راهسې د واشنګټن په سلطې کې ؤ، اوس وروست شوی او له مینځه تللی دی .
ورځپاڼې بیا مخکې لیکلي دي ، د انټرسیټ چینل یوه کارپیژاندي او لیکوال رایّن ګریم په یوې مقالې کې لیکلی دي،که د امریکا ولسمشر جوزف بایډن وغواړي ، نو دیمن جنګ به په څو اونیو کې پاي ته ورسیږي.
په پاکستان کې سیاسی دنګل هماغه راز په نیونو او تښتې سره دوام لري، وئيل کیږي ، چې د دغه هیواد د پنجاب صوبې پخوانی اعلی وزیر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر چودری پروزیر الهي له خپل کوره په پټه دتښتې په وخت نیول شوی او زندان ته اچول شوی دی.
د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې د عمومي مشر د ترکیې د د وسپنې ویلې کولو یوې کمپنۍ کاردمیر” څخه لېدنه کړې او د دغې کمپنۍ مشر سرکان اتامیر وړاندیزکړی چې دوی چمتو دي چې د معدني موادو په بدل کې افغانستان ته اورګاډي تولید کړي.
پاکستان له افغانستان،ايران او روسيې سره د جنس په جنس سوداګري پیلوي
دا هم جام جم آنلاین خپرونه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،په عربستان کې د ایرانیو حاجیانو دلومړنۍ قافلې د رسیدا په وخت دده هیواد اړونده مسئولانو دایرانیو حاجیانو په تاودۀ هرکلي کې دوي ته ترانې غږولي او ورته ئې عربی قهوه وړاندې کړې ده..
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت دلویې درستزوالۍ په اعلامیې کې راغلي دي ،د ارواښاد امام خمیني او د اسلامی انقلاب په آئيډیاؤ د دښمنانو له هرډول تیریو او کږو سترګو سره د مقابلې لپاره هر وخت تیار یوو.
د افغانسان د طالبانو د موقته حکومت د انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور ددې خبرې په کولو سره چې کابل د ایران د حقابه په باب د ۱۳۵۱لمریز کال تړون ته پابند دی ، ووئيل، دا موضوع باید سیاسی نشي او ضرورت لري چې له هرډول لمسؤنکو خبرو څخه ډډه وشي.
د ایران د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر شهران ایراني ووئيل ډير زر به د سیمې له هیوادونو سره د ایران نوی سمندري ائيتلاف جوړ شي.
د بریکس غونډې ترڅنګ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره لیده کاته او د وروستیو حالاتو او بدلونونو په باب ئې ورسره مشورې کړي دي .
دهندوستان په اوړيسا صوبې کې دریل ګاډو په ټکر کې کابو درې سوه دیرش کسان مړه او څه دپاسه زر نور ټپيان شوي دي چې وئيل کیږي، ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شي.
د فلسطین د اردون سین په لویدیځي غاړې کې د فلسطینیو مبارزو خلکو او وحشي صهیونیسټانو ترمینځ اخ وډب هماغه راز په زیاتیدا دی او داسې کومه ورځ نشته چې دواړو خواؤ یو شمیر کسانو وینه توي نشي.
په قرغزستان کې د مینځنۍ آسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخهوالو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي
اوس هم راګرځو د ځينو نړیوالو خپرونو په لور چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي ، او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.
د امریکا واشنګټن اګزامینر خپرونې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر پروسه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نیوکو لیکنه خپره کړې ده.
دغې خپرونې لیکلي دي ، د امریکاپخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جو بایډن انتقاد کړی، چې له افغانستانه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو پروسه سمه نه وه مدیریت کړې.
خپرونه زیاتوي، ټرمپ د فکس نیوز ټيلیویژن په یوه بحث کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په نیمايي کې له افغانستانه د وتلو په اړه وویل، دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې او ناوړه شېبه وه.
په هغه کال بهرني ځواکونه په ګډوډ حالت کې له افغانستانه په داسې حال کې ووتل، چې طالبانو پر کابل هم ولکه ټینګه کړې وه.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فکس نیوز په بحث کې وویل، په افغانستان کې د ۸۵ میلیارډ امریکايي ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.
ټرمپ افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد وباله، چې د وسلو زیات تجارت پکې کېږي.
خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت بیا د ټرمپ کرغیړن حکومت تورن کړی چې له طالبانو سره یې د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر ۲۹ د دوحې موافقه لاسلیک کړه، چې همدې کار یې طالبان زړور کړل.
طالبانو له کله چې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، نجونو ته یې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په پوهنتونو کې یې هم د نجونو او ښځو تحصیل منع کړی او په غیردولتي موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار هم منع اعلان کړی دی.
د هندوستان دي هندو ورځپاڼې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د مشرۍ پر سر پر رقابتونو لیکنه خپره کړې ده، چې هند یې د سفارت خپله داخلي موضوع ګڼي.
فرید ماموندزی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې د هند لپاره د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی، اوس د طالبانو له نوي معرفي شوي ډیپلومات سره د دې سفارت پر مشرۍ په مبارزه بوخت دی.
دي هندو ورځپاڼه لیکي، چې نوي ډیلي پرون یو وار بیا د دې موضوع پر سر په تبصره کې دا د افغانستان د سفارت خپله داخلي موضوع وبلله.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه او هیله یې وښووله دا موضوع په سفارت کې دننه حل شي.
د لیکنې له مخې طالبانو په اپرېل میاشت کې د قادر شاه په نوم خپل کس، چې په دې سفارت کې یې د تجارتي مشاور په توګه کار کاوه، د دې سفارت د مشرۍ لپاره ونوماوه.
هغو کسانو چې له دې موضوع خبر وو، ویلي کله چې قادر شاه د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي شو په سفارت کې دننه نورو ډيپلوماتانو یې مخالفت وکړ.
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د مئ میاشتې پر ۱۵ وویل،د سفارت په مشرۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی او ښاغلی ماموندزی لا هم د افغانستان د سفیر په توګه خپله دنده مخ ته وړي.
طالبانو د روسیې ،چین، پاکستان او ایران په ګډون د نړۍکابو اولسو هېوادونو ته خپل کسان د ډیپلوماتانو په توګه لېږلي، خو د دغو هېوادونو په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.