ځینې هیوادونه د اوکراین له جنګ څخه ګټه پورته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134132-ځینې_هیوادونه_د_اوکراین_له_جنګ_څخه_ګټه_پورته_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا سیکرټر نیکولای پاتروشیف پرون وویل همدا اوس داسې هیوادونه شته چې په اوکراین کښې د جنګ له دوامه ګټه پورته کوي چې په سر کښې یې امریکا او بریتانیا دي.
(last modified 2023-06-08T20:14:48+00:00 )
Jun 09, 2023 00:05 Asia/Kabul
  • ځینې هیوادونه د اوکراین له جنګ څخه ګټه پورته کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا سیکرټر نیکولای پاتروشیف پرون وویل همدا اوس داسې هیوادونه شته چې په اوکراین کښې د جنګ له دوامه ګټه پورته کوي چې په سر کښې یې امریکا او بریتانیا دي.

هغه لویدیځ هیوادونه په اوکراین کښې د جنګ د دوام مسوول وبلل او ویې ویل د اوکراین لوړرتبه چارواکي له روسیې سره د شخړې حل کولو او د سولې د تړون لاسلیک کولو ته چمتو وو خو د امریکا تر دباو لاندې له دغه کار څخه پښیمانه شول.

نیکولای پاتروشیف د روسیې او د اوکراین د پلاویو ترمینځ خبرو اترو ته په اشارې سره چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې په ترکیې کښې وشوې وویل د اوکراین د مرکچي پلاوي غړیو یوه ورځ د سهار په وخت مونږ ته د سولې وړاندیز وکړ خو په هماغه ورځ مازیګر یې د سولې له وړاندیز څخه شاتګ وکړ.

د روسیې د امنیت شورا سیکرټر نیکولای پاتروشف ټینګار وکړ دغه پیښه یوازې په دې دلیل وشوه چې امریکا په اوکراین باندې دباو واچاوه چې له روسیې سره خبرو ته دوام ورنکړي.