د چین ښاریز تشناب ته د ډیر تلو په وجه له کاره لیرې کړی شو
زمونږ خبریال راپور راکړی په چین کښې د یوه شرکت مالک خپل یو کارکونکی ښاغلی وانګ د کار کولو په وخت په تشناب یعني ټایلټ کښې د زیات وخت د تیرولو په خاطر له کاره لیری کړ.
ویل کیږي چې د چین دغه ښاریز په تشناب کښې له اوه څلویښتو دقیقو څخه تر شپږ ساعتونو پورې وخت تیروه.
د چین دغه ښاریز اوس د شرکت د مالک پرضد محکمې ته اعتراض کړی دی چې ولې یې دې په تشناب کښې د زیات وخت تیرولو په خاطر له کاره ایستلی دی.
د چین دغه ښاریز چې له کاره ایستل شوی دی وویل د اینورټیکل ناروغۍ په وجه زما جراحي وشوه او اوس زه د ډکو میتیازو په وخت له مشکل سره مخ کیږم چې له کبله یې هره ورځ له دریو څخه تر شپږو ساعتونو پورې په تشناب یعني ټایلټ کښې تیروم.
دغه راز د چین د ښاریز وانګ پخواني مالک ادعا کړي ده چې هغه په ورځ کښې دوه ویشت ځله تشناب ته لاړ او له اوه څلویښت دقیقو څخه تر شپږ ساعتونو پورې وخت یې واخیست.