امریکا پاکستان ته د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیونه ډالره ورکړي
Aug 05, 2023 11:24 Asia/Kabul
امریکايي چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې يې پاکستاني بنسټونو ته له ۷۵ مېلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي چې د افغان کډوالو ملاتړ وشي.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، اسلام آباد کې د امریکا سفارت ویلي چې د هغو همکارانو د مننې او هرکلي لپاره یې سره ناسته کړې، چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې د تازه ورغلو افغان کډوالو خدمت کړی دی.
د امریکا د ۷۵ میلیون ډالرو مرستې ته په کتو، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ویلي، چې له قانوني اسنادو سره سره، هلته د لازمې مرستې پر ځای ځورل کېږي او لاسنیوی یې نه کېږي.
له دې ټولو سره، پاکستان د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېواد بلل کېږي، خو له کډوالو سره د چلند پر څرنګوالي او سیاسي استفادې ورته تل په یوه نه یوه بڼه د ملامتۍ ګوته نېول شوې ده.