دحضرت امام حسن عسکری (ع) د شهادت تسلیت ومنئ
د ۲۶۰ هجری قمری کال د ربیع الاول په اتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ګران لمسې حضرت امام حسن عسکری ع د عراق د شمال په سامرا ښار کی شهید کړې شو .
نن د اتبار ورځ د ۱۴۴۵ قمری کال د ربیع الاول اتمه نیټه ده چی د ۲۰۲۳ میلادی کال د ستمبر له ۲۴ نیټې سره سمون خوری ، د ولایت د اسمان دیولسم ځلانده ستوری حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت د کلیزې ورځ ده .
د ۲۶۰ هجری قمری کال د ربیع الاول په اتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ګران لمسې حضرت امام حسن عسکری ع د عراق د شمال په سامرا ښار کی شهید کړې شو .
دهغه ګران پلار حضرت امام هادی علیه السلام د پیغمبر اکرم ص یولمسی وو او بزرګواره مور یې یوه فضلیت لرونکی ،عالمه او دخیر ښیکڼې میرمنه وه .
حضرت امام حسن عسکری علیه السلام دخپل پلار له شهادت وروسته دمسلمانانو دینی مشرۍ پرغاړه واخیستله .
دغه ستر امام دخپل علم او پوهې په مکتب کښې داسې فضلیت لرونکی عالمان وروزل چې هر یوه یې داسلامی علوموپه بیلابیلوزمینو کښې د کتابونو په لیکلو سره داسلامی معارفو د لوړتیا لپاره اغیزشیندونکی ګامونه واخیستل .
د حضرت امام حسن عسکری ع 29 کلن مبارک عمر په دریو پړاونو ویشل کیږي ، لومړی پړاو ۱۳ کاله دی چی هغه حضرت په مدینه منوره کی تیر کړ ، دوهم پړاو یې لس کلن دی چی له امامته وړاندی یې په سامرا کې تیر کړ او دریم پړاو یې کابو شپږ کاله دی چی د هغه حضرت د امامت پړاو دی .
د اسلامي ایران درست خلک د امام حسن عسکری ع د شهادت د کلیزې په مناسبت په جوماتونو ، په مشهد کی د امام رضا علیه السلام په سپیڅلی حرم او په قم کې د حضرت بی بی معصومه س په سپیڅلی حرم کې د ویر او ماتم دستورې ترسره کوي .
دایران د راډیواو ټیلی ویژن اداره صداوسیما د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت دنړۍ درستو مسلمانانو ، ازادي غواړو په تیره بیا تاسو مینه والوته یو ځل بیا تسلیت وړاندی کوی .