عرفان پټان: په غزه کې ماشوم وژنه جریان لري او نړۍ خاموشه ده
د افغانستان له هرې بریا وروسته د خوښۍ ډانس کوونکي د هند پخواني الرونډر عرفان پټان پخپل ایکس پاڼه کې د یوه ټویټ په کولو سره په غزه کې ماشومانو وژنې ته اشاره کړې او نړۍ ننګولې چې په دې اړه خاموشه ده.

په غزه د صهیونیسټي رژیم د بریدونو ۲۹مه ورځ جریان لري چې تر دا مهاله یې له دیرش زرو څخه زیات فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې پنځوس سلنه یې ماشومان او میرمنې دي.
په همدې موخه د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني لوبغاړي عرفان پټان ویلي چې په دغه ورځو کې په غزه کې د تازه زیږیدلو څخه تر لس کالونو پورې د ماشومانو وژنه جریان لري او په دې اړه د نړۍ خاموشي د تویش وړ ده.
هغه زیاته کړه، زه د یوه لوبغاړي په توګه اواز پورته کولای شم، خو د نړۍ ستر قدرتونه او امن غوښتوونکي مشران دې د ماشوم وژنې او قتل عام مخنیوی وکړي او همدستي دې د جنګ مخه ونیسي.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر هنري او سپورټي لوبغاړو په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له لورې په ملکي وګړو ترسره شوي بریدونه غندلي دي.