شیخ عبدالرحمن السدیس: مسجد نبوي د روژې په میاشت کې میلیونونو عبادت کوونکو ته چمتو دی
(last modified Thu, 29 Feb 2024 11:03:39 GMT )
Feb 29, 2024 15:33 Asia/Kabul
  • شیخ عبدالرحمن السدیس: مسجد نبوي د روژې په میاشت کې میلیونونو عبادت کوونکو ته چمتو دی

د حرمین شریفین په اداره کې د دیني چارو مشر شیخ ډاکټر عبدالرحمن السدیس په مسجد نبوي کې د روژې میاشتې لپاره د چمتوالي له چارو څخه لیدنه کړه او ویلي چې د میلیونونو عبادت کوونکو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

د رسنیو د خبر له مخې؛ شيخ ډاكټر عبدالرحمن السديس د روژې په مياشت كې د اړونده ټولو ادارو په همکارۍ ټینګار کړی، ټرڅو د رسول الله صلي الله عليه وسلم د زيارت كوونكو د زيارت كولو لپاره په غوره زمینې برابریدو سره له دې ځایه خوندور یادونه او تجربې ولیږدوي.

ټآکل شوې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د نبوي جومات اداره به راتلوونکې اونۍ خپل پلان اعلان کړي.

 

ټیګونه