مسکو کې پر یوه کنسرت د برید له امله ۶۲ تنه وژل شوي
Mar 23, 2024 05:38 Asia/Kabul
د روسیې پلازمینې مسکو کې تېره شپه د یوه کنسرت په تالار د برید په ترڅ کې ۶۲ تنه وژل شوي او ۱۱۵ نور ټپيان دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرې شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې، تېره شپه د روسیې مرکز مسکو اړوند په کراسنوګورسک ګرکیوس تالار ته څلور وسله وال له داخلیدو وروسته په خلکو ډزې کوي.
د رویټرز خبري اژانس د روغتیایي سرچینو له قوله لیکلي: په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ او د ټپیانو شمېر ۱۱۵ تنو رسیدلی.
د روسیې دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شوه او وروسته د تالار چت هم اور واخیست.
د روسي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د موسیقۍ د دې کنسرت لپاره ۶۰۰ ټکټونه پلورل شوي وو.
رویټرز خبري اژانس وایي، د یاد برید مسؤلیت داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی.