Mar 25, 2024 07:37 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلیکا وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې دوه زره او ۷۳۰ غړي نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلیکا وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې دوه زره او ۷۳۰ غړي نیول شوي دي.

نوموړي پرون په خپل ېکس کې لیکلي، چې د ترکیې امنیتي ځواکونو یوازې تېره ورځ د څو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۳۹ غړي نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي؛ د داعش ډلې پروړاندې د دې هېواد د امنیتي ادارو عملیات پراخ شوي دي، چې د جنوري له میاشتې تر مارچ میاشتې پورې څه باندې یو زرو ۳۰۰ عملیات شوي دي.

ښاغلي یارلیکا په خپل اېکس کې زیاته کړې ده: «مونږ د داعش ډلې پروړاندې پراخ عملیات پیل کړي او په تېرو درېیو میاشتو کې مو ددغې ډلې دوه زره او ۷۳۰ غړي نیولي دي.»

ترکي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د داعش ډلې پر وړاندې څو ځلې د پراخو عملیاتو خبر ورکړ.

د دغو چارواکو په خبره؛ د داعش پرضد ددوی عملیات همداراز دوام لري.

 

ټیګونه