Mar 25, 2024 13:59 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه کوله. لاوروف دغه څرګندونې له تاس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

هغه د ۲۰۰۱ میلادي د  سپټمبر د یوولسمې بریدونو ته په اشارې ویلي، هیچا په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو له استولو سره مخالفت ونکړ ځکه ټول پوهېدل، چې د یاد ترهګریز برید له عاملینو سره باید حساب وشي.

نوموړی وايي ترهګـرۍ له همغه وخته وده وکړه او اوس ټولو ته خطر دی.

په همدې حال کې د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د روسي چارواکو د څرګندونو په اړه وايي، چې شل کاله وړاندې امریکا د افغانستان د اشغال په نیت راغلې وه او په سیمه کې یې هم خپل اهداف درلودل.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د اشغال له پای ته رسیدو وروسته اوس په هیواد کې بشپړ امنیت راغلی او د افغانستان خاوره د نورو لپاره ګواښ نه ده.

بل خوا د سیاسي مسایلو په اړه پوه محمد شفیق حقپال وايي چې امریکا د خلکو د قربانیو په پايله کې په افغانستان کې ماته خوړلې او د دوحې تړون يوه بهانه وه.

دا څرګندونې له هغې دوه ورځې وروسته راپورته کېږي، چې اوړمه ورځ په مسکو کې د یوه کنسرت پر تالار خونړی برید وشو او مسوولیت یې هم داعش پر غاړه واخیست.

په دې برید کې ۱۴۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

 

ټیګونه