Mar 26, 2024 13:54 Asia/Kabul
  • د یوه امریکایي هېواد تر ټولو ځوان ښاروال د خپلې سلاکار سره وژل شوی

د امریکا متحده ایالاتونو د جنوبي هېواد اکوادور، تر ټولو ځوان ښاروال د خپلې یوې سلاکارې سره یو ځای وژل شوی.

رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغه ښاروال بریجیت ګارسیا نومیږي او ۲۷ کاله عمر لري چې د اکوادور د سنت وینسنټ ښار تر ټولو ځوان ښاروال وو، چې د خپلې مشاورې جایرو لور سره یو ځای وژل شوی دی.

Image Caption

د دغه را پور له مخې؛ بریجیت ګارسیا او د هغه د سلاکارې جایرو لور مړی د یکشنې په ورځ په منابي ولایت کې په یو درول شوي موټر کې موندل شوي دي.

د یاد امریکایي هېواد پولیس وایي: دوی دواړه په ډزو وژل شوي دي او په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

 

 

Brigitte Garcia څوک دی؟

اوه ویشت کلن بریجیت ګارسیای په اکوادور ښار کې تر ټولو ځوان ښاروال اود یاد هېواد د پخواني ولسمشر رافیل کوریا اړوند جنبش انقلاب غړی وو، هغه اصلاٌ نرس و او په ۲۶ کلنۍ کې یې د ښاریانو انقلاب تر عنوان لاندې د اپوزیسیون ګوند د استازي په توګه ټاکنې وګټلې.

Image Caption

 

د ښاریانو د غورځنګ انقلاب ګوند دغه پېښه هدفي وژنه بللې.

 

 

ټیګونه