Apr 04, 2024 17:28 Asia/Kabul
  • د غزې په تړاو د یوه امریکايي پوځي د نه خوړلو اعتصاب / د بوشنیل اتل نوم واخلئ
    د غزې په تړاو د یوه امریکايي پوځي د نه خوړلو اعتصاب / د بوشنیل اتل نوم واخلئ

پارس ټوډې - د امریکا د هوايي ځواک یوه جګپوړي پوځي د غزې د خلکو ناوړه وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام اړولو لپاره، د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.

دغه امریکايي عسکر چې لیري هیبرټ (Larry Hebert) نومېږي، د یکشنبې له ورځې راهیسې، له سپینې ماڼۍ بهر خپل د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.

"هبرټ" په داسې حال کې چې په هسپانیا کې د خپلې دندې ځای پرېږدي، له ځان سره په لاس لیکل شوی یادداشت لري، چې په هغه کې لیکلي دي: " لوړ پوړی پېلوټ د هوایي ځواک په خدمت کې، په داسې حال کې چې د غزې خلک  په لوږه کې دي، هغه هم  څه نه خوري."  

د غه امریکايي پوځي په غزه کې د صهيونیسټي رژيم د جنايتونو په خلاف د يو بل پوځي آرون بوشنيل له الګو اخیستنې وروسته، د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.

بوشنیل، یو ځوان امریکایی پیلوټ، د فبرورۍ په ۲۵ نیټهو په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم له خوا د فلسطینیانو د ښکاره نسل وژنې څخه، د سپینې ماڼۍ د ملاتړ په اعتراض کې  له ویډويي انځورونو له ثبتولو وروسته، په واشنګټن کې د صهیونیسټي سفارت مخې ته، خپل ځان ته اور واچاوه.

لیري هیبرټ په یوه مرکه کې وویل: "په غزه کې ملکي وګړي هره شیبه په لوږه کې دي، پر دوی بمباري کېږي او  هره شېبه په نښه کېږي، له همدې امله زه د نه خوړلو اعتصاب کوم، هغه څه چې آرون بوشنیل وکړل، زړورتیا وه او زما احساسات یې راوپارول. ما خپل ځان په هغه کې ولید، ځکه چې هغه څه چې هغه احساس کاوه، دقیقا هغه څه وو چې ما احساس کول."

دغه امریکايي پوځي د بوشنیل اعتراضي اقدام بې ساري او اغېزناکه وبلله او زیاته یې کړه: "هغه څه چې زه یې په غوسه کړم، هغه چوپتیا وه چې د ده له ترسره شوي کار وروسته په ټولو ځایونو کې خپره شوه." حتې په حکومت او پوځ کې مې داسې څوک ونه ليد چې د ارون په اړه يې څه ويلي وي، حتی د هغه نوم يې هم ياد نه کړ، خو ما وليدل چې د غزې او يمن خلکو د هغه عکسونه خپاره کړل او د هغه عزت يې وکړ او خوشیني یې څرګنده کړه او تسلیت یې وویلو."

په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه، په مختلفو هېوادونو کې د عامه افکارو له غبرګونونو سره مخامخ شوي چې په غزه کې د جنګ د بندیدو غوښتنه کوي، له هغې ډلې د امریکا، انګلستان او ایټالیا وګړي چې په غزې تړنګه کې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنې ته په اعتراض کې، په  پرلپسې ډول مظاهرې وکړې.

کلیدي کلمې: آرون بوشنیل څوک دی، د نه خوړلو اعتصاب، له غزې ملاتړ، امریکا او اسرائیل، د فلسطینیانو وژنه، د فلسطیني ماشومانو لوږه.

ټیګونه