ترکیې د افغانستان ډيپلوماتیک پاسپورټ د ویزې معافیت وخنډاوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149008-ترکیې_د_افغانستان_ډيپلوماتیک_پاسپورټ_د_ویزې_معافیت_وخنډاوه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د لاسلیک شوي فرمان له مخې په ۲۰۰۸م کال کې له افغانستان سره د لاسلیک شوي د ډيپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت دوه اړخیز تړون د جون له لومړۍ نېټې وروسته ځنډول شوی دی.
(last modified 2024-05-29T23:32:21+00:00 )
May 30, 2024 04:01 Asia/Kabul
  • ترکیې د افغانستان ډيپلوماتیک پاسپورټ د ویزې معافیت وخنډاوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د لاسلیک شوي فرمان له مخې په ۲۰۰۸م کال کې له افغانستان سره د لاسلیک شوي د ډيپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت دوه اړخیز تړون د جون له لومړۍ نېټې وروسته ځنډول شوی دی.

تر دې وړاندې ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو او ډیپلوماتونو چې سیاسي پاسپورټونه یې درلودل، له ویزې پرته یې پرې ترکیې هېواد ته تګ را تګ ترسره کولو، خو لا روښانه نه ده چې د دغه تړون د ځنډولو له امله به ترکیه کې میشت سیاسي او نور افغانان هم اغیزمن شي او کنه؟

په ترکیه کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو لخوا یې چارې مخې ته وړل کیږي، یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې ترکیې یاده چاره د امنیتي اندېښنو له امله په یو اړخیز ډول کړی.

تر دا مهاله ترکیې هېواد هم د یاد تړون د لغوه کېدو لاملونه ندي روښانه کړې.