د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژنئ
د هسپانیا لومړي وزیر له ټولو اروپايي هېوادونو غوښتي چې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د پنجشنبې په ورځ په مادرید کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې، د اروپايي هېوادونو له خوا د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو باندې په ټینګار سره، په غزه کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د هسپانیا له هڅو خبر ورکړ.
اردوغان هم په دې خبري غونډه كې د اسپانيا لخوا د فلسطين د خپلواک دولت په رسميت پېژندلو پرېکړه مهمه وبلله.
هسپانیې د مې میاشتې په پای کې له ناروې او آیرلنډ سره په همغږۍ د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژانده، هغه عمل چې صهیونیسټان یې په غوسه کړل.
د وروستیو راپورونو له مخې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نیټې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د نویو حملو له پیل راهیسې تراوسه، څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او له ۸۵ زرو څخه زیات کسان ژوبل شوي دي.
کلیدي کلمې: هسپانیه او فلسطین، د فلسطین په رسمیت پېژندل، په غزه، ناروې، آیرلینډ کې د اسرائیلو جنایتونه