Jun 15, 2024 12:46 Asia/Kabul
  • د نړۍ له جلادانو په تیره بیا له امریکا او اسرائيلو بیزاري او کرکه باید ښکاره شي

پارس ټوډې - د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر امام خامنه اي د حج د ولولناک او لوي کانګرس په مناسبت پخپل پیغام کې د انساني ځوا ک پراختیا او د اسلام معنوي عامل قوت د حج د فریضې دوه اړخونه وبلل.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر  حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د حج د ولولناک او لوي کانګس په مناسبت  پخپل پیغام کې دانساني  ځوا ک پراختیا او د اسلام معنوي  عامل قوت د حج د فریضې  دوه اړخونه وبلل او  د غزې بوږنونکو غمیزو ته په اشارې سره ئې  چې په اوسمهال کې ساری  نه لري، ټینګار وکړ، له صهیونیسټ رژيم او دهغو له ملاتړو په تیره بیا امریکا  څخه برائت  سږکال باید د حج له میقات او موسم څخه لا ورآخوا په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو او په درستې نړۍ کې دوام ومومي او باید  دخلکو درستو پرګنو ته نفوذ وکړي.

د بیت الله الحرام د حاجیانو په نامه   د مسلمانانو د و لی امر او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د پیغام متن  په دې ډول دی؛؛   

بسم الله الرّحمن الرّحیم

و الحمد لله ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی خیر البریّة سیّدنا محمّدٍ المصطفی و آله الطّیّبین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.

په زړه پورې ابراهیمي  غږ  چې د خداوندمتعال  په فرمان سره ،  درست انسانان په ټولو پړاؤنو کې د حج په موسم کې  خانه کعبې ته بولي، سږکال ئې هم له درستې نړۍ څخه  لکونو مسلمانان ،د  توحید او وحدت او یووالي دغه مرکز ته مجذوب  کړي او دا ولولناک او د مختلفو ملیّتونو  د خلکو عظیم ټول   او  د اسلام د معنوي عامل قوت او پراخ انساني ځواک  ئې  د ځان او  پرَدیو په لور   نندارې ته کاږلی دی.

د حج لویه اجتماع او پيچلي مناسک هرکله د تدّبر په سترګه ولیدل شي، نو د مسلمانانو لپاره د زړه قوت او د ډاډ سرچینه ده ، او د دښمن او بدغواړو  لپاره له هیّبت ډکه او ویرؤنکي  ده.

د حیرانتیا ځاي نه دی ،که د اسلامی امت بدغواړي او دښمنان ،د حج  د فریضې  دغه دواړه لوري  د تخریب او شک څپې وبریښوي، نو  هغه که د دیني او سیاسی توپیرونو سترښودل وي او که  د معنوي او دقدسي اړخونو  کم بریښول.

قرآن  کریم، حج  د انسانانو د یوشان کرامت مظهر، د خشوع او ذکر او عبودیّت  نښه، د انسان د معنوي او مادي ژوندمنظمیدا، د هدایت او برکت بیلګه، د وروڼو ترمینځ  د عملی خبرو او اخلاقي  آرامښت مظهر او د دښمنانو په وړاندې د بیزارۍ بیلګه  او  قدرتمنه جبهه معرفي  کوي.

له حج سره  په اړونده آیتونو کې تدّبر او ددغې بې مثاله فریضې  په اعمالو او مناسک کې  فکر او تامل، دا او  د دوي په شان  مخکې راز او رمزونه ،مونږ ته د حج په پيچلي ترکیب  کې راښکارکوي.

 تاسو  حج اداکونکي خوئيندې او وروڼه، اوس ددغو حقایقو  او  لوړو معارفو  د تمرین په ډګر کې یاست. خپل عمل او لیدتوګه  ورسره لا نزدې او  لانزدې کړئ ،  او  په دغو  لوړو مفاهیمو سره اغښلی او رغول شوی هویّت بیرته  کور ته  له ځان سره یوسئ، دا  د تاسو د حج د سفر هماغه حقیقي او ارزښتمن سوغات دي.

سږکال  د برائت مسئله   له تیرو کلونو څخه لا جوَته ده . د غزې بوږنونکي غمیزې  چې  په اوسمهال تاریخ کې بې ساري دي، او د سخت زړه  او قساوت  د بیلګې او د بې رحمه  او البته د مخ په ځوړتیا صهیونیسټي رژيم  ګستاخئ،،د هیڅ یوه مسلمانې فرقې ، حکومت ، ګوند او وګړي  لپاره هیڅ  ملاحظه او مماشات باقي پریښودلي  نه دي. د سږکال برائت او کرکه باید د حج  د میقات  او موسم څخه ورآخوا  په درستې نړۍ کې  په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو کې دوام ومومي او د حج له ادکونکو ورآخو د خلکو نورو پرګنو ته هم وغزیږي.

له صهیونیسټ  رژیم او د هغو له ملاتړو په تیره بیا د امریکا له متحده ایالاتو څخه دغه برائت او کرکه  باید په قول او عمل کې  خپلو ملتونو او حکومتونو ته وروښئئ او  پر جلادو  ډګر تنګ کړئ.

د فلسطین او د غزې د مظلومو او صبرناکو خلکو وسپنیز مقاومت چې د هغوي مقاومت او د صبر پرتم  او ولولې، درسته نړۍ ستاینې او قدرونې ته اړکړې ده ،باید  له هر اړخه  ئې ملاتړ او پشتیباني وشي.

له خداوندمتعاله  د دوي لپاره د بشپړ او زر بریالیتوب دعا کوم  او د تاسو  قدرمنو حاجیانو لپاره  هم د قبول حج هیله کوم.د حضرت بقیة الله (عجل) مستجابه دعا  د تاسو پشتیبانه ووسه.

والسّلام‌علیکم‌ورحمة‌الله

سیّدعلی خامنه‌ای 

د ۱۴۴۵قمری کال د ذی  الحجې ۴  

د  ۱۴۰۳لمریز کال  د غبرګولې ۲۲

۲۲ خرداد ۱۴۰۳

 

ټیګونه