په ایټالیا کې د کښتیو ډوبېدو له امله د افغانانو په ګډون ۱۱ کډوال مړه او ۶۴ تری تم دي
د جرمني یوې خیریه موسسې او د ایټالیا ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۱ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي او ۵۱ تنه نور هم چې د ډوبېدو په حال کې وو ژغورل شوي.
په کډوالو کې افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکي شامل دي.
د ځینو راپورونو له مخې، د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ نورو کسانو مړی او ژوندی ورک دی.
یوه مشهور خبریال سیرګیوساندورا بیا د تري تم شویو خلکو شمېر ۶۴ تنه یاد کړی دی.
د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، د کالابریا سیمې په ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه بېړۍ په ډوبو شویو پناه غوښتونکو پسې ګرځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د موسسې "آیاوایم" په وینا، له ۲۰۱۴م کال راهیسې ۲۳۵۰۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې مړه یا تري تم شوي.
د مدیترانې سمندرګي لار د پناه غوښتونکو پر وړاندې له مرګونو سمندري لارو شمېرل کېږي.