ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۴-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په نننیو ګڼو کښې په خپلو سرخیانو کښې په ټوله نړۍ کښې د قدس د نړیوالې ورځې د نمانځنې په حقله خبرونه ورکړی دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په دې اړه په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د نړۍ د اتیاو هېوادونو په شان د ایران په پائېتخت تهران او اتۀ نیم سوه نورو ښارونو کښې هم د قدس د نړیوالې ورځې په جلوسونو کښې ګډون کووونکو په میلینونو روژتیانو د قدس شریف د ازادۍ او د مړ دې وی صهیونېسټ رژیم او مړه دې وی امریکه نعرې اوچتې کړې.
----------
ورخپاڼې ولیکل د تهران د جمعې د نمانځۀ خطیب آیت الله سید احمد خاتمی پرون د جمعې د نمانځۀ په خطبه کښې وویل، امریکا د بشری حقوقو د خلاف ورزی کوونکو په سر کښې ده.
---------
ورځپاڼې همدارنګ ولیکل، د قم مقدس ښار د جمعې د نمانځه خطیب آیتالله سیدهاشم حسینی بوشهری په خپله خطبه کښې وویل، د ټولو جنایتونو، جرمونو او ظلمونو باوجود صهیونېسټ رژیم د نابودۍ په حال کښې دے.
--------
د اطلاعات ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې د اسلامی شورا د جرګې مشر ډاکټر علی لاریجانی د لواسان سیمې په امام حسن مجتبی (ع) نومې امامباړه کښې د چنګاښ د میاشتې د اومې د شهیدانو په یاد کښې په یو لړ مراسمو کښې لویدیځ ته د برجام د نه اجراء کولو په اړه د خبرداری په ورکولو سره وویل، لویدیځوال چې په کومه لاره روان دی کږه لاره ده او غواړی چې په نورو بهانو سره په ایران باندې دباو راوړی.
----------
ورځپاڼی ولیکل، د نظام د مصلحت د ټولنې مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی له شاعرانو، ادیبانو، لیکوالانو، هنرمندان، فنکارانو او ثقافتی شخصیتونو سره په کتنه کښې وویل، د قلم خاوندانو ته پکار دی د اخلاقی فضیلتونو د خپرولو کوشش وکړی.
--------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د ترکیې په خلاف د بائیکاټونو د ختمولو فرمان جاری کړ.
---
ورځپاڼې د لبنانی سرچینو له قوله ولیکل په لبنان کښې د داعش د ترهه ګرۍ دوه ستر عملیات شنډ کړې شول.
-------
د بشری حقوق د څارنې نړیوالې ادارېاو د عفوې نړیوالې ادارېد ملګرو ملتو له عمومی اسمبلۍ وغوښت چې په یمن کښې د سعودی د جنګی جنایتونواو د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په دلیل دې د بشری حقوقو له شوراڅخه د سعودی غړیتوب ختم کړی.
-------
ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل په زرګونو یمنی ښځو د غه هېواد پائېتخت صنعا ښار کښې په داسې حال کښې چې په اسلامی حجاب پټې او وسلې یې په لاسو کښې وې د سعودی عرب د جنایتونو په خلاف سختې مظاهرې وکړې او د تیری ګر آل سعود او د هغۀ د تالی څټو په خلاف یې د مبارزې په دوام تاکید وکړ. او وې ویل نن د سعودی په لاسو په امریکائی وسلو سره زمونږ بچی قتل عام کیږی.
--------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې په خپله یوه سرخۍکښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د قدس د نړیوالې ورځې په سترو لاریونونو کښې د ایران د ولس له پراخه ګډون څخه په قدرونې سره تاکید وکړ، نن د ایران د ملت پېغام دا دےچې د دنیا د ټولو مظلومینو او په تېره بیا د فلسطینی مظلوم ملت ترڅنګ ولاړ دے او فلسطین یوازے نۀ دے.
----------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قوماندان جانشین جنرل سلامی وویل، د لبنان له حزب ا... سره سل زره توغندی آماده دی چې په یو حکم سره صهیونېسټ رژیم زمکې له سر نه د همېشه لپاره ختم کړی.
--------
ورځپاڼې د عراق د وزیراعظم حېدرالعبادی له قوله ولیکل د داعش له قبضې نه د موصل د ازادولو د عملیاتو په دوران کښې د ترکیې مداخلت او له داعشی ترهه ګرو سره د دغه هېواد مرستې اوملګرتیا به په یولوے جنګ بدلې شی.
--------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل نن د ایران ملت د عراق د پخوانی بعثی رژیم د تپل شوی جنګ په دوران کښې د امریکې د جنګی بېړۍ لخوا په توغندی سره د ایران د مسافر وړونکې الوتکې د ویشتو چې د تقریباً درې سوو مسافرو د شهادت سبب شو کلیزه نمانځی.
--------
د ورځپاڼې له قوله د سعودی د مکې ښار د روغتیا ادارې وویل، د عمرې په دوران کښې د رش په وجه اتلس عمره کوونکی زخمی شول.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپلو تازه خبرونو کښې ولیکل، د بنګلادېش په ډاکه ښار کښې په یو ریسټورنټ باندې د داعش ترهه ګرو په حمله او د خلقو د یرغملولو او د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د شپږو داعشی یرغمل نیوونکو په شمول یو شمېر کسان مړۀ اوژوبل شول.
-------
ورځپاڼې ولیکل، پاکستان امریکې ته خبردارے ورکړ چې په پاکستان کښې دې ډرون حملې زر تر زره بندې کړی. په ملګرو ملتو کښې د پاکستان سفیرې مېرمن ملیحه لودهی وویل، ډرون حملې د پاکستان د زمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ خلاف ورزی ده او پاکستان هیڅکله دا نه شی زغملې.
------
جنګ ورځپاڼې د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان په حوالې سره وویل د وزیراعظم نواز شریف په خلاف د احتساب لپاره به تر آخری حده پورې ځوو.
-------
ورځپاڼې ولیکل، د افغانستان په جلال آباد کښې په یوې ځان وژونکې حمله کښې دولسو تنو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
--------
ورځپاڼې ولیکل سږ کال درې زره کډوال د روم له بحیرې څخه د تېرېدو په وخت په سمندر کښې ډوب شول.
------
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د کابل وروستۍ خونړۍ حملې او د دغې حملې په اړه غبرګونونو ته ځانګړی کړی دی.
سرنوشت ورځپاڼې لیکلی، د کابل وروستۍ حمله یوازې غندل شوې او یو جنایت بلل شوې، خو دا خبرې کافی نه دی او چارواکی باید په دې خبرو ځان خلاص نه کړی.په لیکنه کې راغلی، چارواکی باید دا پوښتنې ځواب کړی چې ولې یې د کابل- کندهار په ناامنه لار فارغ شوی پولیس په پنځو کاسټر موټرو کې کابل ته را انتقالول؟ ولې دغو فارغو شوو کسانو ته امنیتی تدابیر نه و نیول شوی؟ او ولې یې موټر له فاصلې پرته یو پر بل پسې روان وو؟.
---------
چراغ ورځپاڼې بیا لیکلی دا حمله یو ځل بیا د دې ښکارندویی کوی چې وسله وال طالبان د حکومت دننه نفوذ لری او د خپلو نفوذی کسانو په وسیله داسې لویې حملې پلانوی.
------
کابل پوسټ ورځپاڼې بیا لیکلی ، د کابل وروستۍ خونړۍ پیښه ډیره لویه ده، خو چارواکی له هغې ډلې د کورنیو چارو وزات د دغې پیښې د کتمانولو هڅې کوی.
-------
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا لیکلی چې په کابل کې خونړۍ حملې ناورین جوړ کړے خو ولسمشر بیا د عمرې لپاره مکې معظمې ته تللی دے.
په مطلب کې راغلی، معلومه نه ده چې جمهور رئیس به له سعودی چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړی او که نه، خو د مطلب لیکوال ویلی، پر پولیسو وروستۍ حمله په خپل ډول کې بې سارې وه او باید وڅیړل شی.
---------