ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۵-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i22318-ورځپاڼو_ته_کتنه_۳۱_۵_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د دے ورځپاڼو ته کتنه پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران د اسلامی جمهوریت او نړۍ د ځینو ورځپاڼو خاص خاص خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2016 07:55 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳۱-۵-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د دے ورځپاڼو ته کتنه پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران د اسلامی جمهوریت او نړۍ د ځینو ورځپاڼو خاص خاص خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې په خپله  سرخۍ کښې ولیکل:

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کې د عراق د پارلیمان له مشر ښاغلی سلیم الجبوری سره په کتنه کې وویل د ایران اسلامی جمهوریت به لکه څرنګه چی تراوسه د عراقی ملت او دولت تر څنګ ولاړ دے له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې تر پاې د هغو په څنګ کې پاتې شی .

--------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د صنعت د وزیر له قوله ولیکل، ایران له عراق سره د ازاد تجارت غوښتنه وکړه.

---------

اطلاعات ورځپاڼې د یو خبر له مخې ولیکل، اسلامی ایران د ګالیوم رېډیودرمل تولیدونکو د هېوادونو په ډله کښې شامل شو.

--------

ورځپاڼې د امریکې د پېنټاګون په حوالې سره ولیکل، مونږ سعودی ته په یمن کښې د خلقو د قتل عام خلاصه اجازه نه ده ورکړې.

--------

ورځپاڼې د روسی سرچینو له قوله ولیکل، په کېسپیئن سمندر کښې روسی بېړۍ هم په سوریې کښې د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې په خلاف  جنګ کښې شاملیږی.

------

ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... د مشر سید حسن نصرا... له قوله ولیکل له صهیونېسټ رژیم سره په راتلونکی جنګ کښې به د مقاومت غورځنګ کامیابی ترلاسه کړی.

--------

اطلاعات ورځپاڼې د لېبیا د رسنیو په نقل  سره ولیکل، د داعش ترهه ګرې ډلې په لاس د دغه هېواد د وزیراعظم د قتل منصوبه ناکامه کړې شوه.

--------

ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد ولسمشر اوباما وویل، که د امریکې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې ټرامپ کامیاب شو نو هغه به له امریکې نه هجرت وکړی.

------

ورځپانې ولیل، د ملګرو ملتو مشر بان کی مون د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی ځواکونو په لاس د خلقو د وژلې د بندولو غوښتنه وکړه.

-------

ورځپاڼې د یو خبر له مخې ولیکل، د فلسطین د فتح تنظیم د منافقینو له ډلګۍ سره د کورواکو تشکیلاتو د مشر محمود عباس په کتنه باندې د پردې اچولو لپاره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د تعلقاتو د عادی کولو غوښتنه وکړه.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د عراق د سرچینو له قوله ولیکل د الانبار صوبې الخالدیه جزیز په بشپړه توګه د ترهه ګرو له قبضې ازاده شوه.

-------

ورځپاڼې د یمن د سرچینو له قوله ولیکل، د یمن په میلینونو خلقو د دغه هېواد د سیاسی عالی شورا په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې.

-------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ، یزدانی او رحیمی د اولمپېک په نړیوالو سیالیو کښې خپل ګټل شوی مډالونه په مشهد مقدس ښار کښې د حضرت امام علی رضا (ع) آستانې ته ډالۍ کړل.

-----------

ورځپاڼې همدارنګ د نړیوالو اولمپېک سیالیو د خبرونو په حوالې سره ولیکل د ایران زده کوونکی  په نړیوالو کمپیوټری سیالۍ کښې دریم مقام ترلاسه کړ.

------

ورځپاڼې ولیکل د تېلو د ایران د تېلو د وزارت له قوله ولیکل، د ایران د تېلو صادرات د ورځې دوه میلین بېرلو ته ورسېدل.

-----

جمهوری اسلامی ورځپاڼې د اسلامی شورا د جرګې د مشر د سلاکار حسین امیرعبداللهیان له قوله ولیکل، په یمن باندې د سعودی حمله د سیمې د مسائلو د هواری د لارې خنډ شوې ده.

----------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... په خپله وېنا کښې په اول ځل د ځینو عربو مشرانو له بوږنوونکو جنایتونواو جرائم پرده اوچته کړه.

------

 ورځپاڼې ولیکل، د ملګرو ملتو په حوالې سره ولیکل، په اوس حال کښې د لېبیا دوه نیم میلین خلق په فوری توګه انساندوستانه مرستو ته ضرورت لری.

------

ورځپانې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، له عراق څخه د سعودی د سفیر شړل د دغه هېواد د پارلېمان په اېجنډا کښې شامل دی.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپلو نننیو تازه خبرونو کښې ولیکل، د دغه هېواد د عوامی تحریک مشر ډاکټر طاهرالقادری  وویل، نواز شریف ته پکار دی چې د  روغې  جوړې لپاره د وزیرانو لیږل دې بند کړی ځکه مونږ د خپلو کارکنانو د قتل له قصاص نه بغېر په بل څه نه راضی کیږوو.

--------

ورځپاڼې ولیکل، په کراچۍ کښې د عزېر بلوچ ترهه ګرې ډلې یو مهم قوماندان ایاز زهری ونیوې شو.

-----

جنګ ورځپاڼې د پاکستان د بلوچستان صوبې د وزیراعلی له قوله ولیکل، د کوئټې په غمیزه کښې  د ترهه ګرو څلور تنه ملاتړی ونیول شول

-------

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ او د ځینو نورو سیمو د سقوط پر څرنګوالی لیکنې او تبصرې کړې دی.

ملی ارمان ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلی طالبان د کندز له خان اباد ولسوالۍ څخه چې یوه ورځ وړاندې یې نیولې وه وشړل شول.

--------

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې ولیکل دا سمه ده چې افغان ځواکونه د یوې سیمې د بېرته نیولو توان لری او پیاوړی هم دی که افغان ځواکونه له سقوط وړاندې په یوه سیمه تمرکز وکړی او فشار پرې راوړی، نو وسله وال مخالفین دومره توان نه لری چې د افغان ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړی.

د ورځپاڼې په باور د ولسوالیو او سیمو سقوط او بېرته نیول افغان دولت ته سخت زیان اړوی اومخالفین پیاوړی کوی او ځینې ولسوالۍ چې ژر بېرته ونه نیول شی، نو بیا د وسله والو مخالفینو پر پیاوړو مرکزونو بدلېږی.

----------

اصلاح ورځپانې لیکلی دا چې په دې وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې جګړې زیاتې شوې، دا د پاکستان د هغه فشار د غبرګون پایله ده چې نړیوالو په دې هېوادو باندې اچولی.

-------

سرخط ورځپاڼې لیکلی که په ۲۰۰۴ میلادی کال کې په لرو پرتو سیمو یا کرښې ته څېرمه طالبانو ته د سر پورته کولو موقع نه وای ورکړل شوې، ښایی خبره د والسوالیو تر سقوط او د لویو لارو تر تړلو نه وای رسېدلې.

-----

د ویسا ورځپاڼې په لیکنه کې یادونه شوې د روانو بدمرغیو ځواب به چارواکی ورکوی

-------

انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼې ولیکل، د هند صدراعظم نریندرا مودی د هندوستان د خپلواکۍ په ورځ په خپله وینا کې پاکستان د ټروریزم په ملاتړ او په بلوچستان ایالت کې د بلوڅانو له حقونو په سرغړونې تورن کړ.

انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼه لیکی، د هند پلازمېنې نوی ډیلی ته د سفر پر مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د هند د صدراعظم د وینا ستاینه وکړه او ویې ویل، پاکستانی چارواکی د افغانستان او هندوستان په اړه په ازادانه ډول څرګندونې کوی، خو دا اول وار دى چې د هند صدراعظم نریندرا مودی د پاکستان د بلوچستان ایالت په باب خبرې وکړې.

--------

هندۍ ورځپاڼې دی ایکانومیک ټایمز په خپله تازه ګڼه کې د چمن سرحدی لارې پر تړل کېدو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلی، پاکستان دغه سرحدی سیمه وروسته له هغې وتړله چې یوه ډله افغانانو د اعتراض پر مهال هڅه وکړه پر دې سرحدی دروازه حمله وکړی.

د ورځپاڼې په حواله، یوه ډله کسان د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت په چمن کې د دوستۍ دروازې ته نېږدې راټول شوی وو، په دې وخت کې ځینو کسانو پر دروازې حمله وکړه او ماښام مهال یې د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه.

د لیکنې په حواله وروسته پاکستانی چارواکی مجبوره شول، هلته اضافی ځواکونه وګماری او دغه دروازه تر نامعلومې مودې بنده کړی.

--------