ټول مسلمانان باید د فلسطین ملاتړ وکړی
Jun 22, 2017 02:15 Asia/Kabul
زمونږخبریال وایی د اهل بیت علیه السلام نړیوالې ټولنې ټول مسلمانان دقدس په نړیوالې ورځې لاریونونو کښې ګډون ته وروبلل .
داهل بیت علیه السلام نړیوالې ټولنې پرون دقدس دورځې په درشل کښې چې سبا کیږی وویل مسلمانان به دقدس په نړیواله ورځ په لاریونونو کښې پراخ ګډون سره وښیی چې اسلامی امت به د فلسطین د مظلوم ملت او د میانمار، افغانستان، پاکستان، بحرین ، سعودی عربستان، یمن ، عراق ، سوریې او دنایجریا په شمول د نړی دنورو مظلومانو په څنګ کښې وی .
دغه ټولنې ټینګار وکړ مسلمانان باید دقدس په نړیواله ورځ دټولو مسلمانو ملتونو په تیره بیا دفلسطین دمظلومت ملت د ژغورلو لپاره له خپلو هڅو او وحدت څخه لاس وانه خلی
ټیګونه