د ایران او انډونیشیا خارجه وزیرانو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53234-د_ایران_او_انډونیشیا_خارجه_وزیرانو_سره_وکتل
په استنبول کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې ترڅنګ د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم له ښاغلي ظریف سره ستړې مه شي وکړل او لاس یې ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2017 03:33 Asia/Kabul
  • د ایران او انډونیشیا خارجه وزیرانو سره وکتل

په استنبول کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې ترڅنګ د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم له ښاغلي ظریف سره ستړې مه شي وکړل او لاس یې ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې په استنبول کښې د قدس او فلسطین په موضوع سره د اسلامي ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې ترڅنګ د انډونیشیا له خارجه وزیرې سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د انډونیشیا خارجه وزیرې رِتنو مرسودي پرون په دغه کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو موضوعات په هکله خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.

په عین حال کښې په استنبول کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې ترڅنګ د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم له ښاغلي ظریف سره ستړې مه شي وکړل او لاس یې ورکړ. د ایران خارجه وزیر د عادل الجبیر دغه کار په ډیپلماټیک عُرف کښې یو عادي حرکت وباله. هغه وویل چې د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر دغه کار د متقابل احترام او د لرغونې دوستۍ له امله و.