دایران اټومی موافقه باید په ښه ډول اجرا شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56445-دایران_اټومی_موافقه_باید_په_ښه_ډول_اجرا_شی
فارس خبری اژانس وایی د ناټو مشر وویل باید دایران داټومی موافقې په اجرا تمرکز وکړو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 22, 2017 04:58 Asia/Kabul
  • دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغه غونډه ګټوره وبلله .
    دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغه غونډه ګټوره وبلله .

فارس خبری اژانس وایی د ناټو مشر وویل باید دایران داټومی موافقې په اجرا تمرکز وکړو .

دناټو مشر ینس اسټولټنبرګ پرون دامریکا له ملی رادیو سره په مرکه کښې له ایران سره داټومی موافقې د اجرا د دوام ملاتړ وکړ او ویې ویل هیڅ موافقه  که چیرې اجرا نشی نو ښه موافقه نشی کیدلای .

دناټو مشر دغه راز په نیویارک کښې د ملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ دغونډې په څنګ کښې دپینځه جمع یوې ډلې د غړیو هیوادونو دخارجه وزیرانو  په غونډې خوښی څرګنده کړه .

وړمه شپه دامریکا دنوی حکومت دکار له پیلیدا راهسې دلومړی ځل لپاره د پینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په سویه د ایران داټومی موافقې دکمیسیون غونډه وشوه .

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغه غونډه ګټوره وبلله او ویې ویل ما او دایران خارجه وزیر جواد ظریف داټومی موافقې په باره کښې کاملا متفاوت نظرونه مطرح کړل .

داروپایی اتحادیې دخارجی سیاست مسولې فیډریکا موګرینی هم وویل په غونډې کښې ټولو ګډون کونکو غړیو هیوادونو اټومی موافقې ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده .