د حسیني تاسوعا تسلیت ومنئ
(last modified Sat, 30 Sep 2017 00:45:43 GMT )
Sep 30, 2017 05:15 Asia/Kabul
  • د حسیني تاسوعا تسلیت ومنئ

د ایران اسلامي جمهوریت د حسیني تاسوعا په شپه په غم، ویر او ماتم کښې ډوب و.

نن د ۱۴۳۹ هجري قمري کال د محرم الحرام یا امامانو د میاشتې نهمه نیټه یعنې حسیني تاسوعا ده.

په ټول ایران کښې د امام حسین علیه السلام ماتمیان د محرم الحرام په وړومبیو لسو شپو په تیره بیا د نهمې او لسمې نیټې یعنې تاسوعا او عاشورا په شپو او ورځو د ویر او ماتم په کولو سره د شهیدانو د سالار او د جنت د ځوانانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو د شهادت کلیزه نمانځي.

د کربلا د پيښې او پکښې د رسول ا...(ص) د خوږ لمسي امام حسین علیه السلام او د هغوي د ملګرو له شهادته د پیړیو په تیریدو سره هم نه یوازې د دې پيښې اهمیت او موقعیت کم شوی نه دی بلکې هرڅومره چې وخت تیریږي دومره د عاشورا پيغام لاپراخیږي او د عزادارۍ او ماتم مراسم په لازیاتې ولولې او درک سره ترسره کیږي.

مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو آزادي غواړو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د امام حسین علیه السلام د شهادت د کلیزې او د حسیني تاسوعا او عاشورا د رارسیدو په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.

 

ټیګونه