د حسیني تاسوعا د شپې مراسم د معظم رهبر په ګډون ترسره شول
(last modified Sat, 30 Sep 2017 00:58:03 GMT )
Sep 30, 2017 05:28 Asia/Kabul
  • د حسیني تاسوعا د شپې مراسم د معظم رهبر په ګډون ترسره شول

د حسیني تاسوعا د شپې د عزادارۍ مراسم بیګا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ایران د ځینو چارواکو او همداشان د اهل بیتو علیهم السلام د زرګونو مینه والو په شتون سره د تهران په امام خمیني نومې حسینیه کښې ترسره شول.

په دغو مراسمو کښې حجت الاسلام رفیعي، په اسلامي جنګونو کښې د معنویت حاکمیت، د دغو جنګونو ترټولو مهمه ځانګړتیا وبلله او په جنګونو کښې دعا، لمونځ او د خدای ذکر ته د رسول ا...(ص) د اصحابو او د حضرت امام حسین علیه السلام د ملګرو د پاملرنې او مخه کونې او د هغوي په نظر کښې پر هرې دنیاوي چارې د جهاد د برترۍ تاریخي نمونو ته په اشارې سره یې وویل: د خدای تعالی په لاره کښې جهاد د جنت له ورونو یو ور دی او مجاهدان که غالب شي او که مغلوب، د قرآن کریم په حکم یې ستر الهي اجر په برخه کیږي.

په دغو مراسمو کښې همداشان د اهل بیتو علیهم السلام مداحانو د سید الشهداء حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د ورور قمر بني هاشم حضر ابوالفضل عباس علیه السلام په غم کښې نوحې وویلې.

د رسول ... حضرت محمد مصطفی (ص) خوږ لمسی او د نړۍ د مسلمانانو دریم معصوم امام حضرت امام حسین علیه السلام سره د خپلو ۷۲ ملګرو په ۶۱ هجري قمري کال کښې د کربلا په دشته کښې ډیر په ظلم سره شهید کړی شو.

 

ټیګونه