امام حسین:ائ د یزیدلښکره!که دین نه لرئ نو پت خوولرئ...
(last modified Sun, 01 Oct 2017 01:22:26 GMT )
Oct 01, 2017 05:52 Asia/Kabul
  • امام حسین:ائ د یزیدلښکره!که دین نه لرئ نو  پت خوولرئ...

حضرت امام حسین علیه السلام په کربلا کې یوه ستره حماسه وپنځوله او دغه حماسه بیا د دغه امام بزرګوار د زوی حضرت امام سجاد او حضرت زینب کبری علیهما السلام په وسیله تر شام پورې په بندی کیدا او په خپلو ولولناکو خطبو او ویناؤ سره دنړیوالو غوږونو ته ورسیدله او ثابته ئې کړه چې ظلم بلاخره هم ختمیدونکی دی او د محمدی اسلام دنجات لپاره قربانی شوی وینه حتما رنګ راوړی او ظلم اواستبداد بلاخره هم نابودیږی .

دمحرم دمیاشتې لسم   پر تورې دوینې  دبریالیتوب ورځ ده ،  دعاشورا ورځ د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د امت  دژغورنې  حماسه راپنځول شوې ده ،  په دغې ورځې   داسلام دګران پیغمبر لمسی حضرت امام حسین  علیه السلام  او دهغه وفادارو ملګرو په کربلا کې   دخپل ژوند اوهرڅه په قربانولو سره  وښودله چې  کله  هم پر محمدی اسلام تنګڅه راشی نو دغه  سپیڅلی دین  بیا  له ځان اوهرڅه په تیریدو سره ژغورل کیدلی شی .

  حضرت امام حسین علیه السلام  په کربلا کې یوه ستره  حماسه وپنځوله  او دغه حماسه بیا  د دغه امام بزرګوار د  زوی حضرت امام سجاد او  حضرت زینب کبری  علیهما السلام   په وسیله  تر شام پورې په بندی کیدا او  په خپلو ولولناکو خطبو او ویناؤ سره  دنړیوالو غوږونو ته ورسیدله او ثابته ئې کړه چې  ظلم بلاخره هم  ختمیدونکی دی او د محمدی اسلام دنجات لپاره قربانی شوی وینه  حتما رنګ راوړی او  ظلم اواستبداد بلاخره هم  نابودیږی .

 دکربلا دحماسې  دراپنځولو د اهدافو په بیانولو سره دغو پاکو شخصیتونو  پخپلو خطبو او ویناؤ کې ټینګار وکړ چې د دغې سترې حماسې  موخه ،  داسلامی ضد نظام رسوا کول ، دامرباالمعروف  او نهی از منکر ترسره کول   او د هر ډول ظلم او ستم په وړاندې  قیام او پاڅون کول دی   او دحضرت امام حسین علیه السلام  په وسیله د دغې سترې حماسې  مقصد  د قرآن کریم بشپړ ملاتړ او د سوچه محمدی ا سلام  ژونی ساتل او ژغورل دی .

دا یو داسې ماموریت ؤ  چې که د حضرت امام سجاد علیه السلام  او حضرت بی بی زینب  علیها سلام جراءت ،میړانه او ولولناکې خطبې او دیزید پلیت   د سپیرو موخه ایشوا کول نه وائ نو دغه  ستره حماسه به همدغه کربلا پورې محدوده وه او  د دغې الهی  حماسی پیغام به  دنړیوالو غوږونو ته   نه ؤ رسیدلی .

 

ټیګونه