داسرائیلو خلکو د لومړی وزیر پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61841-داسرائیلو_خلکو_د_لومړی_وزیر_پرضد_مظاهرې_وکړې
فارس خبری اژانس وایی د نیواکی فلسطین په زرګونو وسیدونکو بیګا په تل ابیت کښې دپرله پسې څلورمې (۴)اونۍ لپاره دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او دهغه دکابینې په مالی فساد اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 24, 2017 04:59 Asia/Kabul
  • داسرائیلو پولیسو تیره اونۍ د اووم(۷) ځل لپاره له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه پلټنې وکړې .
    داسرائیلو پولیسو تیره اونۍ د اووم(۷) ځل لپاره له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه پلټنې وکړې .

فارس خبری اژانس وایی د نیواکی فلسطین په زرګونو وسیدونکو بیګا په تل ابیت کښې دپرله پسې څلورمې (۴)اونۍ لپاره دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او دهغه دکابینې په مالی فساد اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

اعتراض کونکو په دغو مظاهرو کښې چې د لومړی ځل لپاره دکابینې ملاتړی ښی پالو صهیونیسټانو پکښې  ګډون وکړ د اسرائیلو رژیم له چارواکو د حساب کتاب داخیستلو او د ډیر شفافیت غوښتنه وکړه .

داسرائیلو مظاهره چیانو په لاسونو کښې دپلې کارډونو(Placards) په لیږدولو سره د لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه د کابینې د ټولو فاسدو غړیو د استعفا غوښتنه وکړه .

داسرائیلو پولیسو تیره اونۍ د اووم(۷) ځل لپاره له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو څخه پلټنې وکړې .

هغه  دمالی فساد په دوو (۲)دوسیو کښې په ګډون  شکمن دی .