اردوغان د ایران د ولسمشر رسمي هرکلی وکړ
د اسلامي ایران ولسمشر چې د سوریې په هکله د ایران، روسیې او ترکیې په درې اړخیزه سرمشریزه کښې د ګډون په موخه انقرې ته تللی، نن یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا رسمي هرکلی وشه.
د اسلامي ایران ولسمشر چې د سوریې په هکله د ایران، روسیې او ترکیې په درې اړخیزه سرمشریزه کښې د ګډون په موخه انقرې ته تللی، نن یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا رسمي هرکلی وشه.
د هرکلي له مراسمو وروسته د ایران او ترکیې د ولسمشرانو ترمینځ یوه دوه اړخیزه غونډه وشوه. ولسمشر روحاني به له خپل روسي همرتبه ولادیمیر پوټین سره هم دوه اړخیزه کتنه وکړي.
له دوه اړخیزو ملاقاتونو وروسته به د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران حسن روحاني، ولادیمیر پوټین او رجب طیب اردوغان د سوریې د بدلونونو د څیړلو او د آستانې او همداشان د سوچي د غونډې د موافقو د اجرا د لاروچارو په هکله غونډه کښې هم ګډون وکړي.
په دغې غونډې کښې به د یادو دریو هیوادونو خارجه وزیران محمد جواد ظریف، سرګئي لاوروف او مولود چاووش اوغلو هم برخه واخلي.