د ايران او ترکيې د ملګرتياو په پراختيا د روحاني او اردوغان تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ترکيې له ولسمشر سره په کتنه کښې د سيمه ايزو مسائلو په تېره بيا د فلسطين له مظلوم ملت څخه د دفاع لپاره د تهران او انقرې ترمېنځ د ملګرتياو د پراختيا په ضرورت تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني بېګا په استنبول کښې د اسلامي تعاون د تنظيم د يوې غېرمعمولې غونډې ترڅنګه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په کتنه کښې د تهران – انقرې د صلاح مشورو او تعلقاتو پراختيا د دواړو ملتونو او د سيمې د ثبات او امنيت په ګټه وبلله او وې ويل، د ايران او ترکيې د تعلقاتو پراختيا په سيمه کښې د امنيت او قراري ټينګوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په تجارتي، اقتصادي، کلتوري او سياسي زمينو کښې د ايران او ترکيې دوستانه او د ورورولۍ تعلقات د اهميت وړ وبلل او زياته يې کړه، د دواړو هېوادونو د بېنکي ملګرتياو په پراختيا کښې چټکتيا به په خپلو کښې د تجارتي مبادلاتو په پراختيا کښې له ظرفيتونو څخه د استفادې سبب شي.
روحاني همدارنګ د سيمې په حساسو حالاتو کښې د اسلامي ملګرتيا د تنظيم د غېر معمولي سرمشريزې غونډې جوړېدل او ترې هرکلے د فلسطين موضوع ته د اسلامي هېوادونو د پاملرنې ښودنه کوي.
رجب طيب اردوغان هم په دغه کتنه کښې د سيمه ايزو مسائلو په زمينه کښې د ايران او ترکيې صلاح مشورې او ملګرتياوې او په سيمه کښې د ثبات او امنيت د پراختيا په لړ کښې کوشش د اهميت وړ وبلۀ او وې ويل: له برجام څخه په يو اړخيزه توګه د وتلو او له تل ابيبه قدس ته د امريکې د پائتخت د وړلو په شان د واشنګټن زياتره اقدامات د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د قبول وړ نه دي او پکار دي د دغو اقداماتو په وړاندې ټينګ اودرېدل شي.
د په فلسطين کښې د وروستيو بدلونونو او د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د څېړلو لپاره د اسلامي تعاون د تنظيم غېر معمولي سرمشريزه غونډه بېګا د ترکيې په استنبول کښې وشوه.