د امام حسین علیه سلام په پاڅون کې د قران کریم ځلا (لسمه برخه )
کله چی حسین (ع ) په خپلو وینو کی لغړیده ، نو د پغمبر اکرم ص دغې خبرې انعکاس درلود چی فرمایل به یې ، ای خلکو دا حسین بن علی دې ، حسین وپیژنئ چی هغه په تاسو فضیلت لری او فرمایل به یې ، حسین له ما دې او زه له حسینه یم ، خدایا هغه پر تا سپارم او د تا د امت په نیکانو ،
عاشق حق پلټونکې کاروان کربلا ته ورسید . هغه ټاټوبې چی د حسین بن علی ع له حماسې مخکې ناپیژندل شوی وو . د ۶۱ هجری قمری کال عاشورا دغه نوم په ژبو جاری کړ او له دې وروسته د کربلا نوم له حماسې ، ایمان او عشق سره وتړل شو او د غم ، سوګ او مظلومیت تداعی کونکې شو .
د عاشورا په ورځ کابو په شپږ کلومیټرۍ او اتو ساعتونو کی بی ساری او عظیمه حسینی حماسه رامینځته شوه . د حسین ع یارانو په یوه نابرابر جنګ کی د حماسې بیرغ پورته کړ ، ایمان او زړورتیا وه ، د غشیو الوت او د تورو غورځیدا او هغه عاشقان چی ټوټه ټوټه په وینو سره بدنونو یې اسمان په لور الوت کاوه .
«««««««««
امام حسین ع په وروستي ورځ هم د هدایت او لارښونې لپاره له خپل لښکر راووته او د دښمن د صفونو مخې ته ورغله ، د دښمن لښکریانو چغې او شور جوړ کړ . امام حسین ع وفرمایل افسوس دې وی پر تاسو ، ولې غوږ نه اچوئ هغو خبرو ته چی تاسو ودې او نیکمرغۍ ته وبولم ؟پر تاسو کی هیڅوک زما حکم نه منی او زما خبره نه اوری ، دا ځکه چی تاسو خیټې له حرامو ډکې شوی دی او د تاسو په زړونو د قساوت مهر لګیدلی دې . تاسو د دغه امت طاغوتیان یو او له فاسدو احزابو پاتې کسان چی قران ته یې شا کړی ده ، د جنایتکارانو او د کتاب له تحریفونکیو او د سنت ختمونکی یو چی د پیغمبرانو بچیان وژنی او د اوصیاو نسل له مینځه وړی .
««««««««««««««
حضرت امام حسین علیه سلام د خپلو ویناو په یوه برخه کی د سوره هود ځینې ایتونه تلاوت کړل ،
أَنِّى برىء مِّمَّا تُشْرِكُونَ } { مِن دُونِهِ فَكِيدُونِى جَمِيعًا ثُمَّ لاَ تُنظِرُونِ { إِنِّى تَوَكَّلْتُ عَلَى الله رَبِّى وَرَبِّكُمْ مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلاَّ هُوَ ءاخِذٌ بِنَاصِيَتِهَآ إِنَّ رَبِّى على صراط مُّسْتَقِيمٍ .
خدای ګواه دې او تاسو هم ګواهی ورګړئ چی زه له هغو خدایانو چی له یکتا خدای پرته بل خدای عبادت کوئ بیزاره یم ، تاسو چی زما په کار کی کوم فکر او تدبیر لرئ ، بې له کوم مهلته یې ترسره کړئ .. ما په هغه خدای چی زما او تاسو پالونکې دې ، توکل کړې دې چی د هر حرکت کونکی اختیار د هغه په اراده او خوښه دی او البته زما پالونکې به په سمه لاره وی .( سوره هود له ۵۴ تر ۵۶ )
««««««««««««««
د عمر سعد له لښکر د قیس کندی زوی محمد بن اشعث امام حسین علیه سلام ته وویل : ای د فاطمه زوی حسینه له پیغمبر اکرم (ص ) کوم منزلت او برتری په تاسو کی شته چی په نورو کې نشته ده ؟نو امام حسین علیه سلام د ال عمران سورې ۳۳ ایت تلاوت کړ ،
إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ ،
خداوند ادم ، نوح ، ال ابراهیم اوال عمران ته په نړیوالو برتری ورکړه .
««««««««««««««
کله چی حسین (ع ) په خپلو وینو کی لغړیده ، نو د پغمبر اکرم ص دغې خبرې انعکاس درلود چی فرمایل به یې ، ای خلکو دا حسین بن علی دې ، حسین وپیژنئ چی هغه په تاسو فضیلت لری او فرمایل به یې ، حسین له ما دې او زه له حسینه یم ، خدایا هغه پر تا سپارم او د تا د امت په نیکانو ،
ګڼ شمیر مردارخوارو دښته پټه کړی وه ، نیزو د امام حسین ع نه ستړی کیدونکی او مبارز یاران او مرسته کونکی شهیدول ، د حسین ع له لښکر حتی یو کس هم پاتې نشو خو د ظلم په وړاندی د مقاومت او ایمان خوشبوی د کربلا فضا بهاری کوله ، دښمن پرې کړی سرونه په نیزو کړل تر څو په خوشحالی او هلهلو سره د بریالیتوب جشن جوړ کړی ، خو د حسین علیه سلام له پرې سر د قران ښکلې غږ پورته شو او د دښمن په لښکریانو کی حیرانتیا او ویره رامینځته شوه ، حسین چی مجسم قران وو ، د نیزې په سوکه هم حق او حقیقت معرفی کړ .
«««««««««««««
زید بن ارقم ، نقلوی چی د امام حسین علیه سلام مبارک سر می ولیده چی د قران تلاوت کوی ،
أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا ،
ایا داسې ګومان کوئ چی هغه څه چی په اصحاب کهف او رقیم زمونږ له ایتونو تیر شول ، حیرانونکی وو ؟(سوره کهف ایت ۹ )
ارقم وایی چی په بدن مې ویښته ودریدو او ومې ویل چی دا ماجرا له اصحاب کهف هم عجیبه ده .
امام حسین علیه سلام له شهادته وروسته هم د قران له ژبې د ظالمانو عاقبت او حق پلټونکیو بریالیتوب تلاوت کړ ،
وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ
او هغه کسان چی ستم یې کړې ډیر ژر به پوهه شی چی کوم ورستنیدونکی ځای ته به ورستنه شی ،
(سوره شعرا د ۲۲۷ ایت یوه برخه )
تراوسه د عاشورا ورځ نه وه شپه شوی چی د تاریخ کاروان ، روان شو . د حسین ع یاران او دښمنان ، یو ، یو راځی او ورځی ، هغه څه چی تلپاتی او جاودانه پاتی کیږی ، د عدالت غوښتنې او حق غوښتنې زوږ دې چی حسین ابن علی (ع) راوپنځوه .
اَلسَّلامُ عَلَى الْحُسَيْنِ وَ عَلى عَلِىِّ بْنِ الْحُسَيْنِ وَ عَلى اَوْلادِ الْحُسَيْنِ وَ عَلى اَصْحابِ الْحُسَيْنِ