د بیلجیّم ځوانان وائي؛له حقیقي اسلام سره ئې لیوالتیا ورځ تربلې زیاتیږي
(last modified Thu, 25 Jul 2024 06:24:05 GMT )
Jul 25, 2024 10:54 Asia/Kabul
  • د بیلجیّم ځوانان وائي؛له حقیقي اسلام سره ئې لیوالتیا ورځ تربلې زیاتیږي

پارس ټوډې - رد بیلجیّم ډیرو  ځوانانو د ایران داسلامی انقلاب  معظم لارښود ته په یوه لیک کې  څه موده مخکې  په امریکائي او اروپائي پوهنتونونو کې  د غزې له خلکو سره د پيوستون د مظاهرو په ملاتړ کې   ددوي  څه مودې مخکې لیک له زړه قدرونه کړې او وئيلي ئې دي ،د تاسو د بلنې پیغام ورباندې ژورې اغیزې کړي دي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیید علی خامنه اي  له دې مخکې د امریکا او اروپاپه پوهنتونونو کې د فلسطین د خلکو  په ملاتړي وجدان سره  محصیلینو ته د خطاب په یوه لیک کې ددغو محصیلینو له صهیونیسټ ضده اعتراضونو سره په همدلۍ او پیوستون  څرګندولو سره  دوي د مقاومتي جبهې یوه برخه بللي او  د لویدیدځي آسیا  حساسې سیمې برخلیک او د وضعیّت بدلیدا ته پّ اشارې  سره ئې ، دنړۍ دتاریخ  دپاڼې پر بدلیدا ټينګار کړی ؤ.

په عین حال کې مهر خبری آژانس راپور ورکړی،  د بیلجیّم  ځوانانو د هغه لیک په ځواب کې، حضرت آیت ا... خامنه اي ته  په یوه لیک کې د امریکا او اروپا په پوهنتونونو کې  د غزې له خلکو سره د پیوستون له مظاهرو په ملاتړ کې د دوي د څه موده مخکې فرمایشاتو  څخه په زړه سره  د قدرونې په ترڅ کې  لیکلي دي،  د بیلجیّم ځوانان  عدالت غوښتنې ،  د حقیقت لټوَنې  او هم د نړۍ  له کړیدلو او د فلسطین آرمان ته  نه لړزیدونکي ژمنتیا  ته د دتاسو د بلنې  پیغام پر مونږ ډيرې ژورې  اغیزې شیندلي دي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود ته د بیلجیّم  د ځوانانو په لیک کې راغلي دي؛د متقابل درک ، عدالت  او  له هغو پیچلو  چیلنجونو  سره په مخامخیدا کې د پیوستون لپاره د تاسو نه ستړیکیدونکي هڅې  چې  ورسره مخامخ یوو، له ډير اساسی اهمیّته برخمنې  دي او مونږ ټول کلک هوډ لرو د اسلام په نسبت خپل درک لا ژور  کړو.

همداراز په دغه لیک کې  د فلسطین دملاتړ لپاره د امریکائي  او اروپائي  محصلینو خوځښت ، په نړۍ کې د بې عدالتیو  په نسبت  دلویدیځي ځوانانو د پوهیدا ښودونکي بللی او ټينګار شوی دی چې په لیوالتیا سره   ددغو رغنده ملګرتیاؤ او دله روحیې ډ کو خبرو  د مبادلې ددوام په تمه یوو.

یاده دې وي چې  دغه لیک په انګریزي ،فارسي ، فرانسیسي او عربي  ژبو سره  او د  LETTER4LEADER  په هشتګ سره خپور شوی دی.

 

ټیګونه