دمصرحکومت په قاهرې کې دامام حسین سپیڅلی مقام اوجومات وتړل
دا پرله پسې پنځم کال دی ، چې د تاسوعا اوعاشورا په شپو ورځو کې دامنیتی مسئلو په پلمه دمصر په قاهرې کې د حضرت امام حسین سپیڅلی مقام او جومات تړل کیږی .
فارس خبری آژانس د مصر دخبری سرچینو له قوله راپور ورکړی ، دمصر امینتی ځواک پرون دعاشورا په ورځ په قاهرې کې دحضرت امام حسین علیه السلام په نامې د جومات او سپیڅلی مقام ګیر چاپیره بیړنی شتون درلود او د دغه سپیڅلی ځای په وړاندې ئې په خنډ جوړولو سره دخلکو په تلوراتلو څارنه او پلټنې کولې او دغه ځای ئې هم وتړۀ
د دغه راپور په اساس امینتی ځواک دقاهرې په الحسین چوک کې زغرګاډی هم دیره کړل .
دا پرله پسې پنځم کال دی ، چې د تاسوعا اوعاشورا په شپو ورځو کې دامنیتی مسئلو په پلمه دمصر په قاهرې کې د حضرت امام حسین سپیڅلی مقام او جومات تړل کیږی .
دمصر اوقافو وزارت د دغه اقدام دلیل ، د اهل تشیع او سلفیانو ترمینځ د نښتې او شخړې دمخنیوی لپاره هڅه بللی .
په قاهرې کې د حضرت امام حسین علیه السلام د ویر او ماتم د دستورو دترسره کیدا په وړاندې دمصر دحکومت له خنډ جوړونو سره سره ، د دغه سپیڅلی ځای د دروازو د پرانیستو په تمه کې د دغه ځای ګیر چاپیره په سلګونو کسان تر ساعتونو پورې موجود وو او په هماغه ځای کې ئې د ویر اوماتم دستورې جوړې کړې .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي ، دبحرین آل خلیفه رژيم هم د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې دحسیني ویرجنو پر دستورو یرغلونه کړي او دغه راز ئې په کوڅو او سړکونو کې د حسینی عاشورا اوتاسوعا په مناسبت لګیدلي بورډونه هم له مینځه وړي او په لسګونو ویرجن مسلمانان او مداحان ئې هم نیولي دي خو د بحرین انقلابی ولس هوډ کړی، چې د خپلې وینې تر وروستي سُسکي پورې به دامام حسین علیه السلام له عزادارۍ لاس په سر نشي ،